د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم

سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده.

تر ستړي مشي وروسته مې ورته وويل:

خورې ولې دومره ناهيلې يې؟

په نمجنو سترګو يې راوکتل او ويې ويل:

يوازې زه نه، بلکه ټولې افغان مېرمنې هره ورځ لپې لپې اوښکې تويوي.

راته يې وويل ژوند هغه وخت برباد شو چې کله مې پلار يو ٥٠ کلن بوډا ته په نکاح کړم. له درېيو کالونو راهيسې مې خاوند مړ شوى او زه د دوه اولادونو د نفقې پيدا کولو لپاره تر ماښامه دلته ناسته اوسم، ترڅو يو څه د خوړولو لپاره پيدا کړم.

له دې سره يې غږ نور هم ژړغونى او چوپه شوه.

مېرمنې په افغاني ټولنه کې د کاليو په څېر استعمالېږي او د لږ زړښت وروسته له پامه لوېږي.

دلته ښځې په زور زياتي، تاوتريخوالي، بې سوادۍ، بې وزلۍ او ډېرو نورو لاملونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نو!

راځئ، چې د دې ورځې نمانځلو پر ځاى په خپلو فکرونو او عقيدو کې ژور بدلون راولو او ښځې ته د يو الهى نعمت په سترګه وګورو.

د ښځو نړيواله ورځ دې ټولو مېرمنو په ځانګړي ډول د هېواد کړېدلو خويندو او ميندو مبارک وي.