د افغان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشران او لوبې یې

افغان کرکټ ملې لوبډلې په ۲۰۰۹م کال کې د دویمه درجه هیوادونو سره سیالۍ کولې، چې له هغه وروسته یې تر دې دمه پورې نوروز منګل، کریم خان صادق، محمد نبي عیسی خېل، اضغر افغان، ګلبدین نایب او راشدخان ارمان لوبډلمشرۍ کړي، خو څو ورځې مخکې حشمت‌الله شهیدي په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې نوی لوبډلمشر وټاکل شو او کرکټ بورډ وايي د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر به هم ډېر ژر معرفي کړي.

 

۱ـ نوروزمنګل

 

نوروزمنګل د ملې لوبډلې لوبډلمشري د ۲۰۰۹م کال څخه بیا تر ۲۰۱۲م کال پورې کړې، چي د نوروز منګل تر رهبرۍ لاندي افغان کرکټ ملې لوبډلې ۲۲ یو ورځنۍ او ۱۳ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

په یادو ۲۲ یو ورځنیو لوبو کې افغان لوبډلې ۱۲ وګټلې او ۱۰ یې بیا وبایللې او ددې ترڅنګ یې په  ۱۳ شل اوریزه لوبو کې ۶ وګټلې او ۷ یې بیا وبایللې.

 

۲ـ کریم صادق

 

کریم صادق د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ۲۰۱۲م کال کې یوازي په یوه یو ورځنۍ لوبه کې لوبډلمشري وکړه، چي هغه هم افغان لوبډلې وبایلله.

 

۳ـ محمدنبي

محمدنبي د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره د ۲۰۱۳م کال څخه بیا تر ۲۰۱۵م کال پورې لوبډلمشري وکړه، چي پکې افغانانو دده تر رهبرۍ لاندي ۲۸ یو ورځنۍ او ۱۲ بیا شل اوریزه لوبې وکړې.

افغان لوبډلې په ۲۸ یو ورځنیو لوبو کې ۱۳ وګټلې او ۱۵ یې بیا وبایللې او ددې ترڅنګ یې بیا په ۱۲ شل اوریزه لوبو کې ۶ وګټلې او ۶ یې بیا وبایللې.

 

۴ـ اصغر افغان

 

اصغر افغان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵م کال کې د ملې لوبډلې لوبډلمشر شو، خو د ۲۰۱۹م کال تر نړیوال جام سیالیو مخکې د کرکټ بورډ له لورې لرې شو او ګلبدین نایب یې پرځای وټاکل شو.

په نړیوال جام کې تر خرابو لوبو کولو وروسته کرکټ بورډ راشدخان د ملې لوبډلې لوبډلمشر وټاکه، خو تر هغه وروسته یوځل بیا اصغر افغان د ملې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

ملې لوبډلې د اضغر تر رهبرۍ لاندي ۴ ټیسټ، ۵۸ یو ورځنۍ او ۴۹ بیا شل اوریزه لوبې کړې دي.

په ۴ ټیسټ لوبو کې ۲ ګټل شوي او ۲ بایلل شوي، په ۵۸ یو ورځنیو لوبو کې ۳۳ ګټل سوي، ۲۱ بایلل سوي او یوه لغوه سوې او په ۴۹ شل اوریزه لوبو کې بیا ۳۹ ګټل سوي، ۹ بایلل سوي او یوه لوبه بیا لغوه سوې ده.

 

۵ـ ګلبدین نایب

 

ګلبدین نایب د ۲۰۱۹م کال د کرکټ تر نړیوال مخکې کرکټ بورډ د ملې لوبډلې لوبډلمشر وټاکه، چې د نړیوال جام ترڅنګ یې په یو شمېر دوستانه سیالیو کې لوبډلمشري وکړه.

په هغه نړیوال جام کې افغان لوبډلې ۹ لوبې وکړې، چې ۹ واړه یې وبایللې.

تر نړیوال جام راوروسته د کرکټ بورډ له لوري ګلبدین نایب د لوبډلمشرۍ څخه لرې او پرځای ېې راشدخان ارمان وټاکل شو.

 

۶ـ راشدخان ارمان

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې د راشدخان تر رهبرۍ لاندي ۲ ټیسټ، ۷ یو ورځنۍ او ۷ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

افغان لوبډلې په یادو ۲ ټیسټ لوبو کي ۱ وګټله او ۱ یې وبایلله، په ۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱ وګټله او ۶ یې وبایللې او ددې ترڅنګ یې په ۷ شل اوریزه لوبو کې ۴ وګټلې او ۳ یې بیا وبایللې.

 

۷ـ رحمت‌شاه زرمتي

 

کله چې ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، نو راشدخان ارمان د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر وټاکل شو اوو ددې ترڅنګ رحمت‌شاه زرمتي بیا د ټیسټ لوبو لوبډلمشر شو. د رحمت‌شاه په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې هیڅ رسمي ټیسټ لوبه نه ده ترسره کړې.

 

۷ـ د اصغر بیاځلې کفتاني

 

تر راشدخان وروسته د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې اصغر افغان یوځلې بیا د درې واړه فارمټونو لپاره د ملې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، چي موږ یې ټولو لوبو ته لوړ کتنه کړې ده.

 

۸ـ حشمت‌الله شهیدي

 

پنځه ورځې وړاندې افغان کرکټ ملې لوبډلې اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه لرې کړ او پرځای یې حشمت‌الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکه، خو کرکټ بورډ ویلې شل اوریزه سیالیو ته به هم ډېر ژر لوبډلمشر معرفي کړي.

 




وروستي مطالب