فبروري 26, 2021

نااهله ګاونډیان او له افغانانو سره یې نا انساني چلند

کله چې موږ غواړو له مشرانو سره مشوره وکړو، چې ځمکه د بزګرۍ، هټۍ، کور یا حویلۍ د استوګن کیدو لپاره اخلو او یا يې هم په اجاره نیسو، نو لومړۍ خبره دا راته کوي، چې د ګاونډي په هکله پلټنه وکړئ، ګاونډيان مو څنګه خلک دي، نو وروسته په نیولو او اخستلو غور وکړئ.
کیدای شي ډېر داسې دلایل وي، چې ولې د ګاونډي په ټاکلو کې دومره پاملرنه وشي. معلومه خبره ده چې د انسان ژوند د خوښیو، غمونو، دردونو او بېلابېلو آفتونو سره تړلی دی او هر وخت امکان لري، چې انسان دې پېښو سره مخ شي، نو لنډه دا چې لومړۍ همدې ګاونډي ته مخ اړول کیږي.
خو اې کاش، د هېوادونو د ګاونډیانو ټاکل هم دومره آسانه او شونې وای، نو زما وطن به له کلونو راهيسې د بدو ګاونډیانو منځ کې نه سوځیده.
زه اوس یوازې د هغه ګاونډي په هکله لیکنه کوم، چې ځان یو اسلامي هیواد او د اسلام سردار ګڼي خو چارې يې د یهودو او نازیانو نه هم ناشولټې دي.
هو، ایران یادوم، کله چې په دې هیواد کې د اخوندانو لخوا د یو شمېر جاهلو پلویانو په ملاټر د ایران شاهي سلطنت ړنګ او وپرځول شو، نو پر ځای یې په نوم اسلامي، ولې په اصل کې شیطاني او ډیکټاټوري نظام حاکم شو، چې آن د شیطانت او رذالت لاسوهنې زموږ تر کوره هم راورسیدلي.
خو زموږ بدبختي هله پیل شوه، چې په موږ هم راچپه شوه او افغانانو هم له ناچارۍ د مهاجرت کډې بار کړي او خپلو ګاونډیانو ته يې پناه یوړله، چې آن تر ننه دا لړۍ روانه ده. د کډوالۍ دا لړۍ د بېلابېلو مجبوریتونو له امله لا تر اوسه دوام لري.
لکه، د ښه ژوند په لټه، د کار او روزګار په لټه او داسې نور… چې د مهاجرت دا اوږده لړۍ دوه لوی لاملونه لري: لومړی يې جنګ او په کور دننه امنیتي ستونزې او دویم يې اقتصادي ننګونې دي.
د نن نړۍ ته که ځېر شو اقتصادي مهاجرتونه لا ډېر شوي او آن په ځینو هیوادونو کې په ښه سترګه ورته کتل کیږي او داسې هېڅ یو هېواد نشته چې په لوړه کچه له مشاورت نیولې تر عادي کارګره دې د بل هیواد وګړی نه وي او همدا د نن نړۍ ښېګنه هم ده چې د یو او بل په مټ مخ ته ځي.
کیدای شي دا مهاجرتونه ځینې قانوني او ځینې غیرقانوني وي، خو په ټوله کې د دواړو خواو په ښه بدلېدلای شي او ځينې هیوادونه همدا غیرقانوني اقتصادي مهاجرتونه يو فرصت ګڼي او عملاً ترې ګټه اخلي.
ایران هم یو له هغه هیوادونو دی، چې له ارزانه کاریګرو برخه من دی، چې ډېری يې افغان کاریګر دي، خو یوازې خپلو ګټو ته ژمن دی او تل یې د افغان مهاجرو که هغه اقتصادي دي او که هلته میشت، ناوړه ګټه اخیستي، انساني کرامات او ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړي.
خو دا کم نظري، د افغان ژوند او وینه ولې او له کله داسې ارزانه او بې پوښتنې شوه؟
کله چې تاسو د افغانستان پاسپورټ آخرنۍ پاڼه راواړوئ نو په پښتو، دري او انګريزي يې پرې لیکي: ” د دې پاسپورټ لرونکي د پاسپورټ په ساتلو مکلف دي”، خو د نورو هېوادونو په پاسپورټ یې لیکلي، چې “د دې پاسپورټ لرونکي ساتنه زمونږ مکلفیت دی او د اړتيا په وخت کې به ټانګونه په حرکت او الوتکې په پرواز راولو”
له دې ځای د دې خبرې سپیناوی کېږي، چې افغان حکومت د افغان په وینه جوړ، خو افغان هغه که دننه ده او که د هېواد بهر، کوم ارزښت او درنښت ورته نه لري.
که مونږ افغانستان ته ډیموکراسۍ راتګ دور ته کتنه وکړو، کله چې د حامد کرزي موقته، بیا انتقالي پسې جمهوریت او بیا جمهوریت دوره وه، نو د ایران نفوذ، که څه هم د امریکا ورسره جوړه نه وه، خو له یوې خوا د محسني کورنۍ چې کرزي صیب ته ډېره نږدې وه له بلې خوا محقق او خلیلي هم دوه هغه ظاهراً ښکاره ولې پټې مرۍ وې، چې د افغانانو په وینو سوداګري پیل شوه، د افغان حکمرانانو يې د پیسو په کڅوړو سترګې ټیټي کړي او د بې پروايي خښته کیښودل شوه.
هماغه ده، چې تر ننه کابو شل کاله وشول د افغان د وینې تویدو نه په ایران او نه هم پاکستان کې پوښتنه کېږي او دواړه هېوادونه زمونږ افغانانو ته په سور اور بدل شوي.
دا ټول د همدغو نا اهله چارواکو له برکته.
یوازې په همدې کال کې داسې څو زړه بوږنوونکې پېښې د افغان مهاجرو سره په ایران کې وشوې لکه د افغان بې روحه جسده په چاقوګانو چره چره کول، ماشومانو باندې تیری کول او بیا يې زیندۍ کول او داسې نور… چې انسانیت پرې شرمېږي خو زمونږ حکومت، بد سترګې او ټیټ سترګې سیاستوال ځینې غلي او ځینې لاسپوسي آن د ایران لعین حکومت په کړنو پاستي اچوي، او آن ځینو غوښتل چې د کابل او تهران تر منځ پل تیر کړي، چې دومره مینه د دې لعین نظام سره په څه ده.
اوس يې نو د اوبو او اور لوبه نوې راپیل کړي، چې په همدې یوه میاشت کې تر څلویښتو ډېر افغانان په اوبو لاهو او وسوځول شول.
خو چې د ایران دا سرزوري په څه ده؟ چې کله افغانان په خپلو اوبو کې ډوبوي او ژوند يې ختموي.
دا تیره ورځ يې کابو څوارلس افغان مهاجر په موټر کې وسیځل.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*