فبروري 27, 2021

د افغان غوره لیګ ۸ فصل به ډېر ژر پیل سي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکوي، چي د افغان فوټبال غوره لیګ به ډېر ژر پیل سي.
د فدراسیون د معلوماتو پر اساس اوس مهال د یاد لیګ د اتو لوبډلو د ترتیبونو لپاره په مختلفو ولایاتو کي د غوراوي لوبي شروع دي.
د افغان غوره لیګ چي په ۱۳۹۱ لمریز کال کي رامنځ ته سو، تر اوسه پکښي د هیواد د اتو زونونو څخه شاهین آسمايي، د میوند اتلان، د آباسین څپې، طوفان هریرود، سمرغ البرز، د سپین غر بازان، عقابان هندوکش او موجهای آمو لوبډلي پکښي لوبیږي.

تېره ورځ په هرات کي د هریرود او کندهار کي د میوند اتلانو د لوبډلي لپاره د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدئ.
په کندهار کي ددې سیالیو اتلولي د نیمروز لوبډلي خپله کړه او په پای لوبه کي یې د کندهار منتخب ب لوبډلي ته ماته ورکړه.
د میوند اتلانو د لوبډلي د غوره ترتیب لپاره د نیمروز او کندهار ب منتخب ترڅنګ د کندهار الف، روزګان، زابل او هلمند ولایتونو ګډون کړی وو.
په هرات کي د هریرود لپاره د هرات لوبډلي او فراه ترمنځ پایلوبه هرات وګټل.
د هریرود لپاره بیا د هرات سي او فراه منتخبي لوبډلي ترڅنګ په دې سیالیو کي هرات اې، هرات بي، غور او بادغیس ولایتونو ګډون کړی وو.
د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ هر کال د هیواد په مرکز کابل کي د هیواد د اتو زونونو د لوبډلو ترمنځ ترسراه کیږي.

نوموړی لیګ له تېرو دوو کلنو راهسي د شپې لخوا د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي ترسره کيږي.
ددې لیګ تر ټولو ډېر جامونه شاهین آسمايي ۴ ځلي ګټلي دي.
طوفان هریرود دوه ځلي خو د سپین غر بازانو لوبډلي یو ځلي ددې لیګ اتلولي ترلاسه کړې ده.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ