سپورټ فوټبال وزش او تمرین

د افغانستان فوټبال غوره لیګ څه وخت رامنځته سو او کومي لوبډلي لري؟

اعلان

د افغانستان فوټبال غوره لیګ د ۲۰۱۲م کال کي د افغانستان فوټبال فداراسیون لخوا د روشن مخابراتي شبکې په مالي ملاتړ رامنځ ته سو.

ددې لیګ پیلامه د یاد کال په سپټمبر میاشت کي وسوه، چي همدا لیګ له همدې ورځي څخه د سولي د راتګ رنګ ورکول سو.

افغان غوره لیګ د هیواد د اتو لویو زونونو د لوبډلو څخه تشکیل سو، چي تر دې مهال هم دا اته لوبډلي پکښي لوبي ترسره کوي.

شاهین آسمايي، د میونداتلان، عقابان هندوکش، د آباسین څپې، سیمرغ البرز، د سپین غر بازان، موجهای آمو او طوفان هریرود د یاد لیګ لوبډلي دي.

ددې لیګ د هر فصل لوبي د اتو لوبډلو ترمنځ په ګروپي شکل ترسره کیږي.

د هر فصل په پیل کي د لوبډلو ترمنځ پچه اچونه کي او وروسته لوبډلي په الف او ب ګروپونو وېشل کیږي.

د ګروپي پړاو څخه د ګروپ هري دوې مخکښي لوبډلي د لیګ نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کوي.

ددې لیګ لومړی فصل د لیګ د رامنځ ته کېدو سره سم پیل سو، چي د لیګ لومړۍ اتلولي د طوفان هریرود لوبډلي وګټل.

طوفان هریرود لوبډله د لومړي فصل په پایلوبه کي سیمرغ البرز لوبډلي ته ۲ پر یو ماته ورکړې وه.

ددې لیګ تر ټولو ډېري ۴ اتلولۍ د شاهین آسمايي لوبډله لري، چي همدا لوبډله په ۲۰۱۶م کال کي د جام تر کټلو وروسته د آسیا د شیخ کمال په لوی جام  کي هم ولوبېدل.

د افغان لیګ دوې نوري اتلولۍ د طوفان هریرود لوبډلي ګټلي دي.

طوفان د فصل لومړۍ اتلولۍ او ددې فصل تېره اتلولي هم له ځان سره لري.

د سپين غر بازانو لوبډلو بیا د لیګ یوه اتلولي لري، چي په ۲۰۱۵ کال کي یې شاهین آسمايي لوبډلي ته په پینالټیو کي ماته ورکړه او جام یې وګټئ.

تر دې مهاله د افغان فوټبال غوره لیګ تر ټولو قوي لوبډلي د شاهین آسمايي، طوفان هریرود، د میونداتلان، سیمرغ البرز او د سپین غر بازان لوبډلي معرفي سوي دي.

عقابان هندوکش، موجهای آمو او د آباسین څپې لوبډلي ددې لیګ په تاریخ کي هیڅ ښه لاسته راوړنه نه لري.

د میونداتلانو او سیمرغ البرز لوبډلي یو یو ځلي پایلوبي ته وتلي او دوه دوه ځلي له نیمه پایلوبو څخه اوټ سوي دي او تر اوسه یې ددې لیګ اتلولي نه ده ګټلې.

سږنی فصل ددې لیګ اتم فصل دئ، چي تېره اونۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي پیل سو.

تر اوسه شاهین، د سپین غر بازانو او طوفان هریرود لوبډلو بریاوي ترلاسه کړي دي، خو د میونداتلانو او موجهای آمو لوبډلي یوه لوبه مساوي ترسره کړې ده.

ددې لیګ لوبي د اونۍ په وروستیو دریو ورځو کي د ماښام د لمانځه وروسته ترسره کیږي.

په دې فصل کي ویل کیږي، چي عقابان هندوکش، طوفان هریرود او یو ځل بیا د سپین غر بازانو لوبډلي قوي راپورته سوي دي.

درنو لوستونکو د یاران سره اوسئ او په خپل وار سره به د هري لوبډلي معرفت، د زون او لوبغاړو په اړه بشپړ معلومات په لیکنو کي درته وړاندي سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.