د افغان کرکټ زوال ته ټولو مټې رانغښتي – قسیم هلال

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغان کرکټ ورځ په ورځ په ښکته روان دی، دا خو ټولو ته معلومه ده چې څومره تشویق او مینه افغانانو، افغان کرکټ لوبغاړو ته ورکړې، بل هیچاته په افغانستان کې نده ورکړل شوې. دا چې چا کله او له کوم ځایه کرکټ راشروع کړ لدې موضوع یې تیریږم او په وروستۍ موضوع چې د لوبغاړو تر منځ خپلمنځي اختلافات دي. پدې اړه غواړم خپل نظر ولیکم:
نسیم دانش د پیسو په زور د دوهم ځل لپاره د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو او شفیق ستانکزی چې نژدې کس یې و،  د اجرایه ریس په توګه یې په ټاکنو کې ملګری شو، شفیق ستانکزي د دانش پښې وهل شروع کړل او لدې موقع مشعل ګټه واخیسته او په پردي پلان د کرکټ بورډ تر مشرۍ راورسید.
په لومړیو کې شفیق او مشعل سره جوړ نه و، شفیق د عزیر الله فضلي او ځینې نورو هغو کسانو چې له بورډه لرې کړل شوي و اړیکې ونیولې؛ خو مشعل چون لدې ټولو یوه ګوته غټ کیلاړي و، دوئ یې راوستل او د ځان په ګټه یې ترې د کمپیاین کار واخیست او له شفیق سره یې کونډې پخې شوې.
د شفیق ستانکزي غږیز کلیپونه هغه څه و چې د پارټي او پارټي بازۍ خبرې یې پرې را ښکاره کړې. په هغو کلیپونو کې وایې چې زما سره قوي نقطه لوبغاړي دي، زه پرې په نړیوالو لیګونو کې پیسې ګټم؛ نو هر څه چې ورته ووایم هغه به ترسره کوي، لوبغاړي هر ډول استعمالولی شم نو د لوبغاړو ډلبازي له مخکې راشروع وه دا چې مشعل هم هر اړخ کې قوی ملاتړ غوښته نو ځینې لوبغاړي یې د شفیق له ډلې لرې کړل او ځینې له شفیق سره پاتې شول.
که څه هم عزیر الله فضلي بورډ ته بیرته شفیق ستانکزي راوستلو او له مشعل سره یې ورته جوړه وکړه او فکر یې کاوه، چې مشعل نه به د خلاصي لپاره د عزیز الله فضلي له سیاسي ملګرو ګټه واخلي او د بورډ رهبري به دی خپله او پارټي ېې په لاس کې واخلي، څه چې غواړي هغه به کوي، هسې هم د پوښتنې څوک نشته مشعل د دوئ په پلان د کرکټ بورډ له مشرۍ لرې کړل شو اوعزیز الله فضلي یې پر ځای وټاکل شو؛ خو عزیز الله فضلي دا ځل له هوښیارۍ کار اخلي او شفیق ستانکزی په خپل پلان کې راګیروي، پایله یې داوي، چې شفیق د بورډ له اجراییه ریاسته ګوښه کوي.
مشعل او شفیق چې له بورډه لرې شول فضلي یې د پارټۍ په ختمولو او ځانته د پارټۍ په جوړولو کار شروع کړ، دلته یوه خبره بل هم کول غواړم، چې شفیق ستانکزي سره ځینو لوبغاړو وخت ناوخت ناستې شروع کړې وې، چې مشري یې اصغر ستانکزي کوله تر څو له ولس مشر سره د لیدنې په وخت کې له فضلي شکایت وکړي او بیرته شفیق ستانکزی د بورډ د مشرۍ لپاره وټاکي، موده مخکې هم داسې یوه ویډیو خپره شوې وه چې د بریا مبارکۍ لپاره ولس مشر لوبغاړو ته زنګ وهي او اصغر ستانکزی ورته د بورډ د مشرانو صفتونه کوي چې مونږ هر څه یو دا د بورډ د مشرانو برکت دی ….
فضلي د دغې لوبې د ختمولو او ځانته د ډلې جوړولو لپاره راشد، نبي او ځینې نورو لوبغاړو ته وړاندیزونه کوي چې راشئ زه به مو لوبډلمشر کړم او تاسو به زما پرېکړې منئ، ګونګسې داسې دي او وې چې راشد یا نبي له فضلي سره هوکړه کوي؛ خو شیبې وروسته له پرېکړې لاس په سر کيږي، د لوبډلمشر لپاره موقع ګلبدین نایب ته برابریږي او لوبډلمشرۍ ته غاړه ږدي. کرکټ بورډ هم پرې اعلان کوي چې نړیوال جام ته نوی لوبډلمشر ګلبدین نایب وټاکل شو. د بورډ له دې پرېکړې، ځینې افغان مینوال خوښ وي او ځینې یې غندي، وايي مهم وخت کې د لوبډلمشر بدلول ښه پرېکړه نده، که څه هم اصغر ستانکزي وړ او مسحتقو لوبغاړو ته موقع نده ورکړې او پر لوبډله او افغان کرکټ راج چلوي. د ګلبدین له ټاکنې فضلي نورې تمې لري او غواړي خپله ډله حاکمه کړي او سیاله ډله له پښو وغورځوي.
که ګلبدین د لوبډلمشر په توګه نه وای ټاکل شوی، ښايي په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې برخه به نه ؤ، بله دا چې د فضلې د پرېکړې د نه منلو په صورت کې ښايي له توپیري چلند سره مخ شوی وای.
ګلبدین چې دا پریکړه منله څو نورې خبرې ورسره تړل کېدې یو یې د لوبغاړو تر منځ اختلاف پیدا کیدل ځکه له ده مخکې نبي راشد او ځینو نورو لوبغاړو همدا خبره کړې وه چې مونږ د اصغر لرې کیدل نه غواړو ځکه چې لوبډله ورسره ښه روانه ده او نړیوال جام کې دې همدی لوبډلمشر وي بله خبره له اصغر بیخې پوښتنه ونشوه چې مونږ تا لرې کوو ګلبدین مو لوبډلمشر ټاکلی ستا څه نظر دی،  بس ټوله فیصله فضلي د خپل ځای ساتلو لپاره ترسره کړه او ګلبدین یې پلان کامیابولو ته اوږه ورکړه ، نبي او راشد یې خلاف ټویټونه وکړل چې اصغر افغان باید نه وای لرې شوی او په نړیوال جام کې باید لوبډلمشر وای (له ټویټونو وروسته یې ښه ورځ نده لیدلې)
نړیوال جام مو ولید، ګلبدین لوبډلمشر و اصغر او ځينو لوبغاړو به ورسره شخړې لرلې خو زه هیڅکله دا فکر هم نشم کولای چې لوبغاړی دې هیواد باندې څو اشخاصو ته اهمیت ورکړي خو یوه خبره مې درک کړه چې ګلبدین ته مکمل لوبډلمشري پريښودل شوې وه هیچا ورته مشوره ځکه نه ورکوله چې ده په خپلو ملګرو لوبغاړو بولي ووهله او د فضلي پارټي یې ومنله، زه دا نه وایم چې اصغر په حقه دی یا یې سم کار کړی خو کره معلومات درته لیکم، ګلبدین ورسره ځان مخالف اړخ که.
نړیوال جام خو لاړ لوبو یې سر وخوړو بیرته چې لوبډله راستنه شوه، فضلي مشعل سره په ځینو موضوعاتو کې خبرې اترې شروع کړې او فضلي ته لالچ ورکول شو چې ته به د بورډ رییس پاتې کیږي زه دې پوره همکار یم خو ځینې خبرو کې باید زمونږ سره همکاري وکړې، د ای پي ایل موضوع کې به ګوتې نه وهې او لوبډله به بیرته راجوړه کړو نایب لرې کړه او اصغر بیرته لوبډلمشر کړه خو فضلي د اصغر نه د راشد په ټاکلو پریکړه کوي او راشد د ټولو فارمیټونو لپاره لوبډلمشر ټاکل کیږي ګلبدین نایب مشعل سره په بورډ کې لانجه کوي خو بیا ګلبدین ته ویل کیږي چې ته به مرستیال لوبډلمشر یې ګلبدین هم د مرستیالۍ په امتیاز رازي کېږي او ځان غلی نیسي راشد چې کله مطبوعاتو ته خبرې کوي نو مرستیال ځان سره اصغر افغان اعلانوي دا چې اصغر ورته د مشعل او فضلي له لوري ورکړل شوی که ده خپله اعلان کړ پدې اړه څه ونه ویل شو، ګلبدین په ټویټر پوسټ وکړ چې زه به د نړیوال جام خبرې وکړم خو څه وخت وروسته یې ۳۶۰ درجې ځان بدل کړی او راشد ته د مبارکۍ پوسټ وکړ خو ویل کیږي چې یو لړ لوړپوړو دولتي چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې مونږ به تا بیرته لوبډلمشر کوو څه موده انتظار وباسه اوس د دې لپاره لرې شوې چې نړیوال جام کې لوبې ټولې خرابې شوې خلک غصه دي د خلکو لپاره باید لوبډلمشر بدل کړو.
اکثره ملګرو اول نه ویلې چې نبي او راشد د لیګونو پريښودلو والا ندي، لستوڼي یې په غوړو کې دي لوبډلمشرۍ ته زړه نه ښه کوي، د نبي د ټیسټ لوبو استعفا هم د همدې لپاره وه چې ډیر وخت تجارتي لیګونو ته ورکړي
فرحان یوسفزی چې په کرکټ یې ډیر سر نه خلاصیږي مدیریتي برخه کې هم دومره تجربه نلري نو راشد ورته ویلي چې تجارتي لیګونو ته وخت راکه لوبډلمشري بیرته اصغر ته وسپاره، ښایې کومې ناستې پاستې هم پکې شوې وي؛ خو فرحان دوکه شو اصغر یې بیرته لوبډلمشر کړ، ګلبدین یې خلاف ویډیو وکړه لکه مخکې چې نبي او راشد ټویټونه کړي ؤ، فرحان به لرې شي شفیق ستانکزی به بیرته کرکټ بورډ ته راشي څه یې چې خوښه وي کوي به یې.
نو اوس به مو سر خلاص شوی وي، چې لوبغاړي څومره شخصي ګټو ته ژمن دي او څومره ملي ګټو ته، زه خو په لوبغاړو د یوې افغانۍ اعتبار هم نکوم ستاسو خپله خوښه. لکه چې وايي اوبه له پاسه خړې وي او دي!
 

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.