لیکنه: محمدصابر حمیدي
زیمبابې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې سره په خپل کوربتوب ۵ شل اوریزه لوبې درلودې، خو د کورونا ویروس له امله لا هم د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
که څه هم د یادو لوبو په اړه لا تراوسه رسمي نېټه نده معلومه چې څه وخت به ترسره شي، خو زیمبابې ملې لوبډله لیواله ده، چې د افغانستان سره یادي شل اوریزه لوبې ترسره کړې.
زیمبابې کرکټ بورډ د خپل دولت څخه غوښتي، چې اجازه ورکړي د ۵ شل ارویزه سیالیو لپاره د افغان کرکټ ملې لوبډلې کوربتوب وکړي.
خو د زیمبابې دولت تر اوسه په دې تړاو څه ندي ویلې.
د زیمبابې کرکټ بورډ وايي، د افغانستان سره دا سیالۍ ځکه ورته ارزښت لري، چې کورنیو سیالیو ته یې لاره پرانیستل کیږي.
افغان کرکټ بورډ څو اونۍ مخکې یاران ته ویلې وه، چې ملې لوبډله د زیمبابې سره روانه جولای میاشت ۵ شل اوریزه سیالۍ لري، خو ددې امکان شته، چې کورونا ویروس یې تر نامعلومي نېټې پوري وځنډوي.
له هغه وروسته بورډ په دې تړوا بیا خبرې ندي کړي.
افغان کرکټ ملې لوبډلې په همدې تړاو یو میاشتنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړ او وروسته د ټولو لوبغاړو د کورونا ټیسټونه هم وکتل شول، چې ټول منفي وه.
فریدریش نیچه؛ انسانان د خپلو غوښتنو لپاره نورو سره اړيکې ټينګوي
ژباړه ـ سیاستوالو انسانان په دوو برخو وېشلي: توکي او دښمن، یانې یوازې یوه طبقه پېژني چې هغه هم دښمن دی. ـ زما لوړ پرواز کول هغه دي، چې لسو جملو کې یو څه ووایم ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي