نړیوال جام؛ تېر کال په همدې ورځ افغانانو خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه!

افغان کرکټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه تېر کال په همدې ورځ (جولای ۴مه) د ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړه.
په نړیوال جام کې د نورو لوبو ترڅنګ دا لوبه هم افغان کرکټ ملې لوبډلې ویسټ انډيز ته د ۲۳ منډو په توپير وبایلله.
په یاده لوبه کې لومړی ویسټ انډيز توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کي یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.
کله چې افغان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۸ منډې وکړې او په دې سره یې د ویسټ انډيز څخه په ۲۳ منډو توپير ماته وخوړه.

افغان کرکټ ملې لوبډلې د کرکټ په پنځوس اوریزه نړیوال جام کې ۹ لوبې درلودې چې ټولې یې وبایللې.
لومړۍ لوبه یې اسټرالیا ته، دوهمه لوبه یې سریلانکا ته، درېیمه لوبه یې نیوزیلینډ ته، څلورمه لوبه یې سویلې افریقا ته، پنځمه لوبه یې انګلستان ته، شپږمه لوبه یې هندوستان ته، اوومه لوبه یې بنګله دېش ته، اتمه لوبه یې پاکستان ته او نهمه لوبه یې بیا ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې ته وبایلله.

که څه هم افغان لوبډلې په تېر نړیوال جام کې ډېري خرابې لوبې ترسره کړې، خو اوس افغان لوبغاړي او کرکټ بورډ هیله مند دی، چې د ۲۰۲۰م کال شل اوریزه نړیوال جام کې به ښې لاسته راوړنې ولري.
اصغر افغان، مجیب ځدران، محمدنبی عیسی خېل او شهزاد محمدي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلې، که نړیوال جام کیږي، افغانان به له ډېرو لوبډلو مخکې لاړ شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي