لږ پاتې وه؛ تېر کال افغانستان په همدې ورځ هند ته ماتې ورکړې وای+ویډیو

افغان کرکټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې تېر کال په همدې ورځ د هند کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ولوبېده، چې افغانستان د هند لوبډلې څخه په کم توپیر ۱۱ منډو ماته وخوړه.
په یاده لوبه کې لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۲۵ منډو هدف ټاکلی وو.
کله چې افغان کرکټ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د لوبې په ۴۹،۵ اورونو کې ۲۱۳ منډې جوړې کړې او د هند څخه یې په ۱۳ منډو ماته وخوړه.
په یاده لوبه کې افغان لوبغاړي ښه روان وه، چې هدف پوره کړې، خو د لوبې په وروستیو کې توپوهونکي ژر ژر وسوځېدل او دا سوځېدل، د دې لامل شول، چې افغان لوبډله ګټلې لوبه له لاسه ورکړي.

د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې دا د افغان کرکټ ملې لوبډلې ۶مه لوبه وه، چې تر دې مخکې یې اسټرالیا، سریلانکا، نیوزیلینډ، سویلي افریقا او انګلستان کرکټ ملې لوبډلو ته لوبې بایللې وې.
له هغه وروسته افغان کرکټ ټیم خپلې وروستنۍ درې لوبې بنګله دېش، پاکستان، او ویسټ انډيز ته هم وبایللې.
افغان کرکیټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې خپلې ۹ واړه درلودونکې لوبې وبایللې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ