اپریل 23, 2021

د زیمبابې پر وړاندې د افغانستان ماته او د خلګو غبرګونونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د دوو ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د زیمبابې څخه په لسو ویکټو سخته ماته وخوړه.

 

د لومړۍ ټیسټ لوبې بشپړ حال

 

د افغانستان لومړۍ پاڼۍ

 

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې، چې افسر ځاځي ۳۷، ابراهیم ځدران ۳۱، امیر حمزه ۱۶ ، اصغر افغان ۱۳ او منیر احمد کاکړ ۱۲ منډې جوړې کړې.

 

د زیمبابې لپاره موزریباني ۴، ویکټور نایچي ۳ او ډونالډ ټریپانو، سین ویلمس او سکندر بټ بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

 

 د زیمبابې لومړۍ پاڼۍ

 

زیمبابې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړې، چي سین ویلمس ۱۰۵، ریګیس چکابوا ۴۴، سکندر رضا ۴۳ او پرینس مساور ۱۵ منډې وکړې.

 

د افغانستان لپاره امیر حمزه ۶، ظاهر خان ۲، یمن احمدزي ۱ او ابراهیم ځدران هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

 

 د افغانستان دویمه پاڼۍ

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۵ منډې وکړې، چې ابراهیم ځدان ۷۶، امیر حمزه ۲۱، اصغر افغان ۱۴ او عبدلواسیع ۹ منډې جوړې کړې.

 

په دې سره یې زیمبابې ته د ۱۷ منډو هدف وټاکی.

 

د زیمبابې لپاره په دې پاڼۍ کې ویکټور نایچي ۳، ډونالډ ټریپاني ۳، بلیسینګ ۲، سین ویلمس ۱ او ریان بورل هم ۱ ویکټه واخیستله.

 

د زیمبابې دویمه پاڼۍ

 

لکه څنګه چي افغان کرکټ ملې لوبډلې د خپلې لومړۍ او دویمي پاڼۍ په لوبولو سره زیمبابې لوبډلې ته د ۱۷ منډو هدف ټاکلی و، نو زیمبابې لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۳،۲ اورونو کي د هیڅ لوبغاړي سوځېدو پرته پوره کړ او افغانستان ته یې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې په لسو ویکټو ماته ورکړه.

 

دویمه ټیسټ لوبه

 

افغان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلې د دوو ټیسټ سیالیو د لړۍ دویمه او وروستۍ لوبه د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پيلوي.

 

د خلګو غبرګونونه

 

ایمل پسرلی وايي:

 

چې له زمبابوې سره دغه حال دی نو وه خلکو له استرالیا سره به مو په ټسټ لوبه کې څه حال وي؟

 

کرکټ پوه مشتاق رحیم وايي:

 

کرکټ

لومړۍ ټیسټ لوبه

زمبابوې سره د لومړۍ لوبې د بایللو اساسي لامل خراب ټیم منیجمنټ، چې مشري یې کپتان صیب کوي، وو. دې کې شک نشته چې لوبغاړي سم ونه لوبیدل، خو د هغوي د خرابې لوبې پړه هم په ټیم منیجمنټ چې په سر کې یې کپتان دی راځي. دومره خرابې د منیجمنټ د کچې پریکړې دوه حالته لري:

1. ټیم منیجمنټ په کرکټ بیخي نه پوهیږي

2. خراب منیجمنټ یې قصداً وکړو ترڅو خپل شخصي غرضونه ترلاسه کړي

لومړی خو امکان نه لرې ده، دویم امکان لري. اوس راځم د ټیم منیجمنټ له اړخه کومې پریکړې غلطې وې:

1. هوم ایډوانټیج زمبابوې ته په واک کې ورکول: کوربه لوبډله میدان او پیچ د خپل ځواک په رڼا کې جوړوي. هند دا اوس انګریزانو خلاف سپین ته جوړ داسې ویشتنځایونه کاروي سړی فکر کوي، په پټې کې لوبه روانه ده. زمونږ ټیم منیجمنټ زمبابوې سره په ټاپ ګرین (د انګلستان ویشتنځایونو څخه هم ډیر شین) پچ باندې لوبه وکړه. په داسې حال کې چې زمونږ ټاپ آرډر سوینګ او سیم ښه نه شي لوبولی او ټول لوبغاړي مو په مړو (Dead Pitches) پچونو روزل کیږي. دا کار داسې مهال وشو چې دوه مو ټاپ آرډر ډیبویټانټس (Deputants) یا لومړۍ لوبه کونکي بیټسمینان درلودل. د کرکټ په لوبه پوه خبره دي چې مونږ باید وچ کلک پچ جوړ کړی وای چې لومړۍ دوه ورځې بیخي فلیټ وای.

2. په ټاپ ګرین پچ، په لومړۍ ورځ چې د لوبې څخه یوه ورځ مخکې اوبو ورکولو له کبله ویشتنځای لوندوالی یا moisture هم لري، ټاس ګټلو نه وروسته لوبه کول نو ځان وژنه وي. خو زمونږ کپتان دې کار ته غاړه کیښوده. ټاپ ګرین او لوندوالی درولودنکي ویشتنځای کې سړی مقابل لوری لوبوي چې د لومړۍ ورځې ګټه لاسته راوړي.

3. په ټاپ ګرین لوبه کوي، او سیمر یا تیز بالر یو لوبوي، درې سپنران لوبوي. سمه ده چې پچ ټرن درلود خو له هغې ډیر یې سیم درلود. د کرکټ په الفبا خبر هم داسې کار نه کوي، بلکې خلک په مړو پچونو هم دوه تیز بالران لوبوي ولې چې نوی بال هر حالت کې لږ ډیر سوینګ کیږي. زمبابوې درته درې سمیران لوبولي وو.

4. په ټاپ ګرین، لومړی بیټنګ، دوه ډیبیو کونکي لوبغاړي شا په شا بیټنګ ته ویستل هم ناسمه پریکړه وه. رحمت شاه زمونږ هر مهالی دریم نمبر توپ وهونکی دی، ولې د هغه ځای منیر ته ورکړل شو. دریم نمبر کې باوري، تجربه لرونکی او تر ټولو د پیاوړي تخنیک لوبغاړی راوستل کیږي. خو زمونږ کپتان صیب اوپن او دریم نمبر باندې نوي لوبغاړي ولوبول او اصلي دریم نمبر لوبغاړی یې څلورم ته کړ. څوک چې په کرکټ پوهیږي، هغوي ته معلومه ده چې د بیټنګ نمبر څومره مهمه خبره ده. بل منیر د مډل آرډر لوبغاړی دی او کورنۍ لوبې په مډل آرډر کې کوي او جناب عالي کپتان په ټاپ آرډر کې په سیمنګ پچ نوي بال مخ ته ودرولو.

5. توره باز خان په دواړه پاڼیو کې په اووم نمبر بیټنګ ته راغی. اووم نمبر د ټیل اینډر یا د بالرانو وي، یا هم د آلراونډرانو. اضغر خان په لوبډله کې د فرنټ لاین توپوهونکي ځای بند کړی خو لوبیږي د ټیل اینډر په نوبت. سم دم یې ځان د نویو لوبغاړو شاته پټولو چې ځه دوي به نوی بال زوړ کړي، بیا به زه په مډویکټ یو څو را تاو کړم او و به ښیم چې له نویو زوړ لا ښه دی! د خدای خوښه بل څه وه!

اوس په بله لوبه کې به ټیم مینیجمنټ څه کوي:

مړ پچ به جوړوي، راشد به هم راشي، کپتان خان به د خپلې خوښې لوبغاړي ولوبوي او هغوي به په بیټنګ پچ رنز وکړي! دا خان به بریت تاووي چې ګوره، دا نوي هلکان لا وخت ته ضرورت لري، نو ډیر نوي نوي هلکان مه راولئ! دا ځای یې نښه چې بل ټیسټ کې به ډیرې منډې کیږي.

یو شمیر ملګري وایي چې ټیسټ کرکټ ډیره تجربه غواړي او مونږ لا نوي یو. بالکل، بنګله دیش شل کاله ټیسټ وکړ خو اوس هم د ویسټ انډیز د دویمې درجې لوبډلې نه بایلي. همداسې زمبابوې دیرش کاله کې څه نه دي کړي. خو دا مه هیروئ چې د زمبابوې ټاپ ټیم سره زمونږ توپیر کم دی، مونږ بنګله دیش چې د زمبابوې د ټاپ ټیم نه هم پیاوړې لوبډله ده ماته کړې ده. د زمبابوې اوسنۍ لوبډله د ټاپ لوبغاړو د نه شتون له کبله ډیره کمزورې ده نو دا منطق چې مونږ تجربه نه لرو، د منلو نه دی. د زمبابوې دا لوبډله په همدې لوبه کې، ښه پلاننګ سره مونږ ماتولی شوه.

او یو شمیر نویو لوبغاړو ته په غوسه دي. همدا لوبیدلي زمونږ د کورني کرکټ ټاپ لوبغاړي دي. نور به هم وي، خو دا هم ښه ځلیدلي. وخت ورکول په کار دي. مالک په دغه لوبه کې د خدای په مرسته، په خپل محنت او د بورډ جرات مندانه پریکړو له کبله لوبیدلی که نه دې خلکو والله که په الف لوبډله کې هم پرې ایښی وای.

بله، اضغر وايي چې د ویزو د نه شتون له کبله مو کافي پریکټس نه وو کړی. کابل کې به دې کړی وو کنه، که پریکټس له دوبۍ پرته بل ځای کې نه کیږي؟ ته خو دبۍ ته وخته رسیدلی وې، تا به لوبه کړې وای که نه.

وروستۍ، د زمبابوی روان سیریز د بورډ د رهبرۍ چې رحمت الله قریشي او ریس احمدزی یې سر کې دي د اهلیت، کرکټ ته د صداقت او د جرات امتحان دی. دوي هم پوهیږي چې ننۍ لوبه کې څه پیښ شو، او که په اړه یې اقدام ونه کړي، نو بیا دې کله هم نه وايي چې دوي کرکټ او کرکټ بورډ ته صادقه دي.

نوټ: رښتیا هم ټیسټ کرکټ ډیر سخت دی، مونږ لا په دغه ډګر کې ډیر شاته یو خو له بده مرغه بورډ په دغه ډګر کې د پرمختګ لومړني امکانات هم نه دي برابر کړي. د کرکټ د ودې په اړه بل وخت. نور به کله کله د کرکټ په اړه لیکم ترڅو د بعضو ملګرو له پیغورونو خلاص شم.

 

 

جعفر اند وايي:

 

زمبابوې د ټست لوبه وګټله له افغانستان سره یې د پنځو ورځو لوبه په دوو ورځو کې ختمه کړه، باید داسې نه وای شوې. اصغر افغان د افغانستان د دغې لویې ماتې عمده علت د ویزو ستونزه وګڼله او وویل چې نیم لوبغاړي کابل او نیم اماراتو کې وو او دغه ټست ته یې ښه امادګي نه وه نیولې.

که زه وای ما له ښاغلي افغان څخه دا پوښتنه خامخا کوله چې تاسو خو له ډېره وخته اماراتو کې وای، تاسو ولې بېټېنګ ونشو کړای؟

افغانسان ولې وبایلله؟

د پچې له ګټلو وروسته په داسې باونسي او شنه ویکټ باندې د بېټېنګ پرېکړه ډېره حیرانوونکې وه او له هماغه اول سر څخه یې د افغانستان ماتې ته لاره هواره کړه. کرکټ بورډ باید له کپتان او ټولو روزونکو څخه د دغې پرېکړې جدي پوښتنه وکړي.

په داسې باونسي پچ کې د یو فسټ بالر لوبول د ماتې بل علت و، زمبابوې یوه ریګولر سپینر هم نه لره او درې تیز بالران یې اچولي وو، خو افغانستان بر عکس درې ریګولر سپینران ولوبول. بیا هم په دې عجیبې پرېکړې کپتان او روزونکي مسول دي.

افغانستان دا لوبه د خراب بېټېنګ له کبله وبایلله.

تر نورو ډېر باید اصغر افغان، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي او افسر ځاځی ډېر ګرم وګڼل شي. دوی د افغانستان مهم او مجرب بیتسمنیان دي خو مهم وخت کې خپل مسولیت نشي ادا کولی. افغانستان په ۳۸ منډو کې د زمبابوې څلور لوبغاړي اوټ کړي وو، خو دوه مهم سینر او مجرب لوبغاړي شان ویلیمس او سکندر رضا یې راووتل او شاوخوا ۹۰ منډو ملګرتیا یې وکړه. چې د مخالف ټیم سینر لوبغاړي یې کولی شي، د افغانستان دا سینر یې ولې نشي کولی؟ ځواب دې ووايي!

آیا ټیم کې ځوانان ډېر وو؟

هغوی ته چې د دغې ماتې پړه یو ډول په ځوانانو وراچوي باید وویل شي په دغه ټیم کې یوازې درې نوي ځوانان ملک، واسع او منیر وو چې داخلي لوبو کې ښه ځلېدلي وو او حق یې دی چې ملي ټیم ته راشي. له دغو دریو لوبغاړو پرته په ټیم کې نور ټول هغه لوبغاړي وو چې د ټسټ، یوې ورځنیو او شل اوریزو سلګونه لوبې یې کړي دي. بنآ، په یوې لوبې او دوو لوبو کې د د دغو دریو او نورو ځوانانو په لوبو او استعداد قضاوت ډېر غیر مسلکي او بي انصافي ده. څومره لوبې چې دغو سینر لوبغاړو کړي، د دوی ۳۰-۴۰ فیصده چانس تاسو همدغو ځوانو لوبغاړو ته ورکړئ، بیا پرې قضاوت وکړئ؟ ځوان لوبغاړي زموږ د کرکټ آینده دي او باید مسلسل ولوبول شي چې پاخه شي.

د دغې لوبې دوه درې مثبت ټکي

دویم انېنګز کې د ابراهیم ځدران ۷۶ منډې او د حمزه هوتګ شپږ ویکټې د افغانستان لپاره مثبت ټکي وو. ابراهیم ځدران ځوان دی، له تخنیکي پلوه ډېر دقیق، ځېرک، باحوصله او باډسپلین لوبغاړی دی. افغانستان کرکټ بورډ ته ښايي چې یوې ورځنیو لوبو کې ملي ټیم ته د اوپنر په توګه د ابراهیم په راوستلو کې جدي اقدام وکړي. ګربز او ابراهیم بهترین اوپنېنګ جوړه کېدای شي.

حمزه هوتګ د ټست لوبو بهترین بالر دی چې په هر کنډېشن کې خپل مسولیت ادا کولی شي.

د بالینګ تر څنګ د ځوان لوبغاړي واسع د بېټېنګ سټایل، تمرکز، حوصله، تر فشار لاندې حالت کې لوبه کول او تخنیک د ده د ښې راتلونکي نښې دي.

د ده، عبدالملک او منیرکاکړ لوبول ډېر یو مثبت ګام وو.

ولې ډېر فرسټ کلاس او ټست لوبې؟

حقیقت دا دی چې افغانستان له ټست کرکټ څخه څو کاله شاته دی. خو استعداد او ظرفیت لري او تر دې ښه لوبه کولی شي.

افغانستان د دغه اصلي کرکټ لپاره باید یوه مشخصه تګلاره ولري چې شاید یې ولري. خو عملي کول یې مهم دي. افغانستان باید په کور دننه فرسټ کلاس لوبې او د باندې ټست لوبې زیاتې کړې.

فرست کلاس لوبو کې باید باونسي او ګراسي پچونه جوړ کړي او له کوم توپیر پرته ټول ملي او ځوان لوبغاړي مجبور او مکلف کړي چې فرست کلاس لوبې وکړي.

افغانستان باید له نورو هېوادونو سره د ټست لوبې او سیریزونه ترتیب کړي، څومره ډېر سیریزونه او لوبې چې کوو، هماغومره پخیږو او ښه کیږو. هو، کرکټ د یوې ورځې، یو کال او دوو کلونو لوبه نه ده، دا یوه روانه لوبه ده او دوامداره او اوږدمهال پلانونه او ستراتیژي غواړي.

تر څنګ د الف او ایمرجېنګ ټیمونو جوړولو او هغوی ته هم له نورو هېوادونو سره د سیریزونو ترتیبول زموږ د کرکټ بنسټونه غښتلي او آینده مو مطمین کوي.

له زمبابوې سره بله ټست لوبه راروانه چهارشنبه ده، مطمین یم چې افغانستان به تر دې ډېره ښه لوبه کوي او باید یې هم وکړي چې سیریز مساوي شي. ان شاء الله بل ټست کې به راشد هم وي!

د افغانستان د بري په هیله!

 

مطیع الله عابد وايي:

 

د بلې معرکې نه مخکې

هره ماته یو درس دی. بایلل دومره تاوان نه وي. څومره چې له ماتې زدکړه نه کول تاوان دی

د پینځو ورځو ټیسټ چې دوه ورځو کې خلاصه شي. نو دا درې نورې ورځې د سېل او چکرو دپاره نه وي.

د غور او فکر وي؟

ګریوان کې سر ښکته کول او له ځانه پوښتنه کول دي؟

چې د میاشتو میاشتو د زیار او تمرین نه پس هم د زمبابوې د لسو لوبغاړو سکور مو په شلو کسانو راپوره نه کړو.

دا ولې؟

مېدان هم خپل. اسمان هم خپل. پیچ هم خپل. پچه هم خپله

نو بیا ولې؟

چې وګټي نو جام کپتان پورته کوي

چې وه بایلي نو د ماتې الزام به هم مني

دا په کرکټ مېئن ملت نور ې بانې نه مني.

چې ګټل د لوبغاړو د کمال برکت وي. بایلل هم د دوي د بې کمالۍ په سبب وي

هیڅوک هم د ملت له عزته مهم نه دي. که اداره وي او که شخص. باید خپل مسولیت ومني. یا به سمون راولي. یا بدلون

دریمه لار نشته

همدا د ولس غږ دی چې رسول ېې راسپارلي

 

وروستي مطالب