اپریل 18, 2021

افغان کرکټ لوبډله هیواد ته راستنه شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

افغان کرکټ ملې لوبډله د زیمبابې پر وړاندې دوو ټیسټ او دریو شل اوریزه لوبو په موخه متحده عربي اماراتو ته تللې وه، چې د یادو لوبو تر پای ته رسېدو وروسته پرون دوشنبه هیواد ته راستنه شوه.

افغان کرکټ بورډ وايي، کله چې ملې لوبغاړي هیواد ته راورسېدل، نو د کرکټ بورډ د رهبرۍ له لوري یې تود هرکلی وشو.

 

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کي لومړی د زیمبابې پر وړاندې د دوو ټیسټ سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې په لومړۍ لوبه کې زیمبابې او په دویمه لوبه کې بیا افغانستان بریا خپله کړه.

تر ټیسټ سیالیو وروسته افغان کرکټ ملې لوبډلې د زیمبابې پر وړاندې درې شل اوریزه لوبې ترسره کړې، چې درې واړه افغانستان وګټلې او زیمبابې ته یې درې پر صفر په یاد سریز کې ماتې ورکړه.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې په ۴۸، په دویمه لوبه کې په ۴۵ او په درېیمه لوبه کې یې بیا په ۴۷ منډو بریا خپله کړه.