اپریل 19, 2021

د نن جذابه لوبه؛ افغانستان د زیمبابې پر وړاندې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې د زیمبابې په وړاندې دوې ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې لومړۍ زیمبابې او دویمه بیا افغانستان وګټله او لړۍ یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.

 

تر یادي لړۍ وروسته اوس نن چهارشنبه ماپښین دوې نیمي بجې افغانستان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلې د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ پيلوي، چې افغان لوبډلې وار له مخې ورته چمتوالی پيل کړی.

 

 

د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې شل اوریزه لوبې

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه(نن چهارشنبه) ترسره کیږي.

دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه(راتلونکې جمعې ورځ) ترسره کیږي.

درېیمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه(راتلونکې شنبې ورځ) ترسره کیږي.

 

د زیمبابې پر وړاندې اعلان شوې افغان لوبډله

 

اصغرافغان، ګلبدین نایب، راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، حمید حسن، رحمن الله ګربز(وېکټ ساتونکی)، افسرځاځی، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدارڼ، وقار سلام خیل، کریم جنت، شرف الدین اشرف، امیرحمزه هوتک، فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزی، نوین الحق او فرید ملک.