د سوپرلیګ نوی جدول، پکې د افغان لوبډلې مقام او سیالۍ

سوپرلیګ

 

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د تېر ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې پړاو (سوپرلیګ) پيل کړ، چې لوبې به یې په وقفه يي ډول ترسره کیږي.

په سوپرلیګ کې د افغانستان په ګډون ۱۳ هیوادونه شامل دي، چې هر لوبډله د بلې لوبډلې سره په خپل کور کې او د مخالفې لوبډلې په کور کې درې ـ درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

د سوپرلیګ په پای کښي اووه مخکښې لوبډلې د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لاره پيداکوي، خو پاته لوبډلې به بیا د غوراوي سیالیو لاري خپل بخت و ازمايي.

 

سوپرلیګ کې د افغانستان سیالۍ

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې د روان ۲۰۲۱م کال په جنوري میاشت کې د ایرلینډ پر وړاندې د سوپرلیګ درې لوبې ترسره کړې، چې درې واړه افغانستان وګټلې او په یاده لړۍ کې یې ایرلینډ ته درې پر صفر ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو ایرلینډیانو ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۶ منډو، په دویمه لوبه کې په اوو ویکټو او په درېیمه لوبه کې یې بیا په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې ته پر هرې بریا لس ـ لس نمرې ورکړل شوې، چې ټولې دېرش نمرې شوې او اوس د سوپرلیګ په جدول کې اووم ځای لري.

ټاکل شوې افغان کرکټ ملې لوبډله د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې د روان کال په وروستیو کې د پاکستان پر وړاندې درې یوورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې ملې لوبغاړې دې سیالیو ته د چمتوالي په موخه کابل کې په تمریناتي کمپ بوخت دي.

د سوپرلیګ تازه جدول

 

۱ـ انګلستان: ۱۵ لوبې یې کړي، ۹ یې ګټلې، ۵ یې بایللې، ۹۵ نمرې لري.

۲ـ بنګله‌دېش: ۹ لوبې یې کړي، ۵ یې ګټلې، ۴ یې بایللې، ۵۰ نمرې لري.

۳ـ اسټرالیا: ۶ لوبې یې کړي، ۴ یې ګټلې، ۲ یې بایللې، ۴۰ نمرې لري.

۴ـ پاکستان: ۹ لوبې یې کړي، ۴ یې ګټلې، ۴ یې بایللې، ۴۰ نمرې لري.

۵ـ ایرلینډ: ۱۱ لوبې یې کړي، ۳ یې ګټلې، ۷ یې بایللې، ۳۵ نمرې لري.

۶ـ نیوزیلنډ: ۳ لوبې یې کړي، ۳ واړه یې ګټلې، ۳۰ نمې لري.

۷ـ افغانستان: ۳ لوبې یې کړي، ۳۰ واړه یې ګټلې، ۳۰ نمرې لري.

۸ـ ویسټ‌انډیز: ۶ لوبې یې کړي، ۳ یې ګټلې، ۳ یې بایللې، ۳۰ نمرې لري.

۹ـ هندوستان: ۶ لوبې یې کړي، ۳ یې ګټلې، ۳ یې بایللې، ۲۹ نمرې لري.

۱۰ـ ندرلینډ: ۳ لوبې یې کړي، ۲ یې ګټلې، ۱ یې بایللې، ۲۰ نمرې لري.

۱۱ـ سویلي افریقا: ۵ لوبې یې کړي، ۱ یې ګټلې، ۳ یې بایللې، ۱۴ نمرې لري.

۱۲ـ سریلانکا: ۹ لوبې یې کړي، ۱ یې ګټلې، ۷ یې بایللې، ۱۳ نمرې لري.

۱۳ـ زیمبابې: ۳ لوبې یې کړي، ۱ یې ګټلې، ۲ یې بایللې، ۱۰ نمرې لري.