افغانستان سپورټ کرکټ نړۍ وزش او تمرین

د افغان لوبډلې تر ټولو ستر ریکارډ؛ ممکن دا ۵ هیوادونه یې مات کړي!

Afghanistan players line up for the national anthems before the start of the one day international (ODI) Asia Cup cricket match between Afghanistan and India at the Dubai International Cricket Stadium in Dubai on September 25, 2018. (Photo by ISHARA S. KODIKARA / AFP) (Photo credit should read ISHARA S. KODIKARA/AFP/Getty Images)

دوه کلونه مخکې افغان کرکټ ملې لوبډلې د شل اورونو په نړیوالو لوبو کې د زیاتو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

افغان کرکټ ملې لوبډلې د ایرلینډ خلاف په یوه شل اوریزه لوبه کې ۲۷۸ منډې جوړې کړې وې، چې دا یو نړیوال ریکارډ جوړ شو.

په همغه لوبه کې د افغانستان لوبډلې بل نړیوال ریکارډ دا جوړ کړ چې د سر دوه لوبغاړو یې په ګډه زیاتې منډې وکړلې. د افغانستان لپاره دا ریکارډ حضرت الله ځاځي او عثمان غني جوړ کړ. دوي دواړو په ګډه ۲۳۶ منډې وکړلې. د دې نه وړاندې دا ریکارډ د اسټرالیا لوبډلې جوړ کړی و.

په همدې لوبې کې حضرت الله ځاځی د افغانستان لومړنی لوبغاړی شو، چې د شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې د ټولو نه زیاتې منډې کوي. ځاځي ۱۶۲ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. هغه ۱۶ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې وهلې وې.

له هغه وخته تر اوسه پوري ډیرو ټیمونو په شل اوریزه سیالیو کې د افغان لوبډلې د ریکارډ ماتولو هڅې کړې، خو ندي توانېدلي.

خو اوس د کرکټ اډیکټور په نوم یوې نړیوالې ورزشې ویبپاڼې راپور ورکړی، چې مکمن ۵ هیوادونه د افغان لوبډلې ریکارډ ته ځان ورسوي.

۱ـ ویسټ انډيز:

د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډله اوس د کرکټ په نړۍ کې خورا چټک او بې رحمه توپوهونکې لري، چې شل اوریزه سیالیو کې ښه منډې جوړولای شي.

کریسل ګېل، ایون لیوس، پولارډ، انډري رسل، براوو او نور ځوان لوبغاړي د ویسټ انډیز په ملې لوبډله کې د لوړو شاټونو وړتیا لري او پر هر توپواچونکي شاټ وهلای شي.

نو ویسټ انډيز ممکن د همدې بې رحمه توپوهونکو په مټ د افغان لوبډلې ریکارډ ته ځان ورسوي.

۲ـ انګلستان:

انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام ګټلې او د یاد جام په ترڅ کې یې یو شمېر لوبغاړو پر افغان لوبډلې خورا بې رحمه توپوهنه وکړه.

جوس بټلر، جوني بریسټو، ایون مورګن، جېسن رای، جې روټ او بین سټوکس د انګلستان هغه لوبغاړې دي، چې په شل اوریزه سیالیو کې خورا ښې منډې کوي او هر کله یې له ځانه خپله وړتیا ښودلې ده.

انګلستانۍ لوبډله هم د همدې لوبغاړو په مټ ممکن د افغان کرکټ ملې لوبډلې جوړ شوی نړیوال ریکارډ مات کړي.

۳ـ هندوستان:

هندۍ کرکټ ملې لوبډله د کرکټ په نړۍ کې خورا ښه لوبډله ده او په خپل ترکیب کې یې خورا ښه لوبغاړي روزلې دي.

دا لوبډله خورا قوي توپوهنه لري.

روهیت شرما، ویراټ کوهلي، کې ایل راهول، هارډیک پانډیا، ریشب پنټ، شیوام دوبي او جدیجا د هندوستان هغه لوبغاړي دي، چې هر وخت په شل اوریزه سیالیو کې ښه لوبیږي او ښې منډې ترسره کوي.

په همدې موخه ممکن دا لوبډله یاد نړیوال ریکارډ ته ځان ورسوي.

۴ـ اسټرالیا:

ډیویډ وارنر او ایرون پینچ هغه دوه اسټرالوي لوبغاړي دي، چې په نړیواله سطحه بې رحمه توپوهونکې دي او هر توپ اچونکی ورڅخه په ډار کې وي.

د یادو دوو لوبغاړو ښه ملګرتیا کولای شې، چې ښې منډي جوړي کړې او ممکن د افغان کرکټ ملې لوبډلې جوړ شوی ریکارډ مات کړي.

اسټرالیا کرکټ ملې لوبډله د ډیویډ وارنر او ایرون پینچ ترڅنګ لوبډله کې مکسیول او میچل مارش لري، چې هر لوبغاړی یې د غټو غټو شاټونو وړتیا لري.

۵ ـ نیوزیلینډ:

د کرکټ په نړۍ کې نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډله د نورو فارمټونو ترڅنګ په شل اوریزه سیالیو کې ښه لوبیږې او په دې فارمټ کې خورا ښه لوبغاړي لري.

مارتین ګوپټل، کولن منرو، کولن ډي ګرانډوم، راس ټیلر او جېمز نېشم د نیوزیلینډ هغه لوبغاړي دي، چې د لوړو شاټونو وړتیا لري او ممکن نیوزیلینډ لوبډله هم د دې لوبغاړو په مټ د افغان کرکټ ملې لوبډلي تر ټولو ستر ریکارډ مات کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ