افغانستان درې کلونه مخکې په همدې ورځ بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ!

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې درې کاله وړاندې په همدې ورځ د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي څخه بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
افغان کرکټ ټیم په ۲۰۱۷م کال کې د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه د بشپړ غړیتوب څښتنه شوه او دا ورځ د افغان کرکټ بورډ، افغان لوبډلې او ټولو افغانانو لپاره د ویاړ یوه ډکه ورځ وه.
افغان کرکټ بورډ نن دوشنبه د دې ورځې خاصه ستاینه پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې کړې.
بورډ په دې تړاو لیکلې:

«ښکلې او د پام وړ شېبې! افغانستان له نن څخه درې کاله وړاندې په همدې ورځ د کرکټ نړیوالي شورا بشپړ غړیتوب او د ټیسټ لوبو مقام ترلاسه کړ.»

د یاد غړیتوب په اساس افغان لوبډله کولای شي رسمې ټیسټ لوبې او د قوي لسو هیوادونو په وړاندې د کرکټ لړۍ ترسره کړې.
تر بشپړ غړیتوب وروسته افغان کرکټ ملې لوبډلې تر دې دمه ۴ نړیوالې ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې لومړۍ هغه یې هند، دوهمه یې د ایرلینډ، درېیمه یې د بنګله دېش او څلورمه ټیسټ لوبه یې بیا د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړې ده.

افغانانو ایرلینډ او بنګله دېش ته په یادو ټیسټ سیالیو کې ماته ورکړې، خو له هند او ویسټ انډيز هیوادونو څخه یې بیا ماته منلې ده.
ټاکل شوې افغان لوبډله خپله رسمې پنځمه ټیسټ لوبه د روان کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې سره د اسټرالیا په کوربتوب ترسره کړي.
افغان کرکټ بورډ وایې، چي د اسټرالیا سره دې لوبو ته ښه چمتوالی نیسې او دا لوبه به د افغان کرکټ لوپډلې لپاره د لا پرمختګ جوګه شي..

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي