اپریل 18, 2021

د زیمبابې پر وړاندې د افغانستان شل اوریزه لوبې او تازه اعلان شوې لوبډله

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

افغان کرکټ ملې لوبډلې د زیمبابې په وړاندې دوې ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې لومړۍ زیمبابې او دویمه بیا افغانستان وګټله او لړۍ یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.

 

تر یادي لړۍ وروسته افغان کرکټ بورډ د زیمبابې په وړاندې راتلونکو دریو شل اوریزه لوبو ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله پرون یکشنبه اعلان کړه.

 

اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله

 

اصغرافغان، راشد خان، محمد نبي، رحمن الله ګربز(وېکټ ساتونکی)، افسرځاځی، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدارڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، امیرحمزه هوتک، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او فرید ملک هغه پنځلس لوبغاړي دي چې د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو شل اوریزو لوبو په نوملړ کې شامل دي.

 

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګه وایی چې، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن، حمید حسن، وقار سلام خیل او عظمت الله عمرزی هم د ملي لوبډلې سره په دې سفر کې شامل ول، خو د ویزو ستونزو له امله په کابل کې پاتې دي او که چېرته له لوبو وړاندې د دوی ویزې ترلاسه شوې د لوبډلې سره د یو ځای کېدو په اړه به یې کرکټ بورډ خپله راتلونکې پرېکړه اعلان کړي.

 

د افغانستان او زیمبابې شل اوریزه لوبې

 

ټاکل شوې افغان کرکټ ملې لوبډله د زیمبابې پر وړاندې په خپل کوربتوب د متحده عربي اماراتو په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې درې شل اوریزه لوبې ترسره کړې.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره کیږي.

دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره کیږي.

درېیمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کیږي.