اپریل 23, 2021

د زیمبابې توپوهونکو د افغان بالرانو پر وړاندې ۵۰۵ منډې وکړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

په متحده عربي اماراتو کې د دوو ټیسټ سیالیو مخکې اوس د افغانستان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ تمریناتي ټیسټ لوبه روانه ده.

 

د یادي ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې زیمبابې توپوهنه پیل کړې وه، چې پرون جمعه یې تر ۵۰۵ منډو کولو وروسته توپوهنه افغان لوبډلې ته وسپارله.

 

افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلي، چې په یاده درې ورځنۍ تمریناتې لوبه کې د زیمبابې لپاره کيوين کسوزا ۱۲۹، سين ويليمس ۸۶، سکندر رضا ۷۴، ريان بورل ۶۵ او مديوير ۵۶ منډې جوړې کړې.

 

بورډ وایي، چې په افغان بالرانو کې بیا سليم خان ۲، ضیاالرحمن، شرف الدين اشرف او فريد ملک يوه- يوه وېکټ ترلاسه کړه.

 

د بورډ په خبره، چې افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې په پاڼۍ لومړیو شېبو کې جاوید احمدي په ۱۴ او ابراهیم ځدراڼ پرته له کومې منډې جوړولو له لاسه ورکړل.

 

اوس افغان توپ وهونکي منیر کاکړ په ۲۰ او ناصر جمال په ۱۰ ناسوځېدلو منډو ولاړ دي، چې په ټوله کې پرون افغانستان ۴۹ منډې جوړې کړې دي او نن (دریمه) وروستۍ ورځ به خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

 

ټاکل شوې افغانستان او زیمبابې د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د راتلونکې مارچ میاشتې په دویمه نېټه پیل کړي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب