مارچ 2, 2021

له زیمبابې سره د افغان لوبډلې پنځه سیالۍ؛ په اړه یې دلته ولولئ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د کرکټ افغان ملې لوبډله به په راتلونکې مارچ میاشت کې د زیمبابې په وړاندې دوې ټیسټ سیالۍ ترسره کړې.
کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خبر ورکړی، چې دا دوې ټیسټ لوبې د زیمبابې لوبډلې په کوربتوب زیمبابې هیواد کې ترسره کیږي.

یاد خبر کې ویل شوي، چې افغانستان به له هغه وروسته زیمبابې سره درې شل اوریزه لوبې هم ترسره کړې.
خو د یادو لوبو د نېټې او ځای په اړه لا تراوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
بل پلوه بیا نا تایید شوي راپورونه وایي، چې دا درې شل اوریزه لوبې به افغان او زیمبابې لوبډلې د افغانستان په کوربتوب متحده عربي اماراتو کې ترسره کړې.

د افغانستان ټیسټ لوبې

افغان لوبډلې تراوسه پوري څلور ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې د زیمبابې په وړاندې یې راتلونکې لوبې پنځمه او شپږمه ده.
تر دې وړاندې افغانستان په ټیسټ سیالیو کې له هندوستان، ایرلنډ، ویسټ انډیز او بنګله دېش هیوادونو سره مخ شوی.
افغان لوبډلې په یادو څلورو ټیسټ لوبو کې له هند او ویسټ انډیز څخه ماته خوړلې، خو ایرلنډ او بنګله دېش ته یې بیا ماته ورکړې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : په زړه پورې

ژباړه د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي. • د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم ... نور ولولئ