رسنۍ سپورټ کرکټ

ښځينه کريکټ او افغانستان

لیکنه: مدثر دعوت

ليکوال: مدثر دعوت

د کريکټ په بشپړ غړيتوب لرونکو هيوادونو کې يوازنی هيواد چې تر اوسه د ښځينه کريکټ رسمي لوبډله نلري هغه افغانستان دی.

له بله اړخه د افغانستان د نارينوو کريکټ لوبډله هم د هغو هيوادونو په وړاندې چې موږ يې سيالان يوو او اوږه ورسره وهلای سو ډېره ځوانه ده.

د هيواد په ګوټ ګوټ کې اوس هم د کريکټ په وړاندې ډېر منفي ذهنيتونه شتون لري، څوک يې د شيطان،څوک يې د کفر خو څوک يې بيا د پاکستان او انګرېز لوبه يادوي او په هيڅ ډول يې نه خوښوي،هغوی ته دا نده مهمه چې دې ورزش د افغانستان مثبته څېره نړۍ ته ښودلې که هسي د وخت ضايع کول دي،خو خلاف يې دي.

پر دې به ډېر بحث نکوو چې افغان کريکټ څه لاسته راوړني لري ياهم موږ ترې څه تمه لرو،خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان کريکټ يو بل پړاو ته ننوزي د يوې بلې ازموينې سره مخ دی او پر اغزن تار يې په لڅو پښو تګ پيل کړی.

تاسو شايد پر ټولنيزو رسنيو په تېره بيا د کريکټ د نړيوالې شورا پر اکاونټونو د افغانستان د کريکټ د ښځينوو لوبغاړو انځورونه ليدلې وي چې د تمرين او لوبې په حال کې دي.

د افغانستان د ښځينه کريکټ لوبډلې د جوړولو مسئله په تېرو کلونو کې هم کله نا کله ګرمېدله ، ورسره د خلکو د تُندو غبرګونونو سره هم مخ کېدله،او بیابه دا موضوع بيرته خاموشه پاتيده، خو دا لومړی ځل دی د ښځينه لوبغاړو انځورونه پر ټولنيزو رسنيو دې خوا آخوا کېږي، ځينې توبې کاږي او ځيني بيا هيلمن ښکاري

تېر کال هلمند کې چې تر اوسه په ملي لوبډله کې يو لوبغاړی هم نلري د ښوونځيو ترمنځ يې د کريکټ ټورنمينټ په لاره واچول سو ، هماغه کړنه پر فيسبوک خورا وغندل سوه،او داسي چې ځينو د هلمند پوهنې رياست ته اخطارونه ورکړه ، هغوی داسې انګېرل چې ګواکي خورا بدکار يې کړی،دې ته ورته مياشتې وړاندې په کابل کې د راشدخان کريکټ اکاډمۍ کې د ښځينوو د تمريناتو په وړاندې افغانانو منفي نظرونه ورکړه او دا يې ددين او کلتور سره په ټکر کې وبلله.

پاکستان،عربي امارات او بنګلدېش هم اسلامي هيوادونه دي خو ښځينه کريکټ ملي لوبډلې لري ،نه يې ولس ورسره ستونزه لري، نه يې حکومت ممانعت کوي او نه يې هم ديني علما په وړاندې فتوا ورکوي،خو زه پدې ډېر زيات باوري يم چې د افغانستان د کريکټ بورډ د ادارې ۸۰% غړي به د ښځينه ملي لوبډلې د جوړېدو سره دلچسپي او رضايت ونلري،خو بل خوا بيا د کريکټ د نړيوالې شورا د اصولو مطابق بورډ اړ دی چې باید ښځينه لوبډله ولري.

ددې سره،سره چې افغانستان د جګړې ډګر دی او هره ورځ د جګړې د شدت راپورونه خپرېږي،بل اړخ یې د طالبانو سره د افغان حکومت سوله ده چې مخالف لوری د ښځو د دندې سره لا ستونزه لري، نو ايا طالبان به ښځينه کريکټ ته به اجازه ورکړي پداسې حال کې چې د ورزش په نورو اکثرو برخو کې ښځينه لوبډلې سته.

بله مسله داده چې کريکټ بورډ د سياست ډګر ګرځېدلی دی او د تېرو څو کلونو راهيسې په انزوا کې روان دی نو ايا د کريکټ بورډ هغه مخالف لوری چې يایې خپلې دندې له لاسه ورکړي او ياهم غواړي اوسنۍ رهبري بدنامه کړي ، د ښځينه کريکټ د نوم څخه به د بدلون او خپلو هدفونه ته د رسېدلو لپاره د يوې وسلې په توګه کار وانخلي؟

همدارنګه هغه خلک چې د فرخندې غوندې يوه بېګناه ښځه يې په سپينه ورځ وسوځوله هغوی به چپ کښېني؟

دې ته ورته د نورو ننګونو سره سره به ايا افغانان په تېره بيا پښتانه به خپلو لوڼو او خويندو ته ددې اجازه چې څېره يې پر نړيوال سکرين وښودل سي؟

افغانې نجونې د ورزش سره مينه لري او دا يې ثابته کړې هم ده،په نړپواله کچه لاسته راوړني هم لري خو په ډېريو ولايتونو کې موقع نلري او نه هم دا جرأت سته چې ښځينه ورزش ته زمينه برابره سي.

پلوشه عمرۍ يوه هلمندۍ ده او د کريکټ لپاره يې خورا په زړه پورې کتاب ليکلی خو دا به هم راسره منئ چې په کابل کې به جمعې د لمانځه په خطبه کې د ښځينه کريکټ غندنه کېږي.

دا افغانستان دی او دلته د ښځينوو هر حرکت تر سختو نيوکو لاندې راځي او له منځه وړلو هڅه يې کېږي،خه که کريکټ بورډ د ښځينه کريکټ ملي لوبډلې د جوړولو هدف لري او غواړي نړيوال کريکټ ته يې ور دننه کړي نو دلته بيا دې کار ته ژمنتيا،کلک دريځ او پاکه اراده اړينه ده، چې کريکټ پوهان يې په وړاندې شکمن دي..

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ