سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د ایرلېنډ او افغانستان یو ورځنۍ لوبې او بریاوې؛ چا ډیرې ګټلي او چا بایللې؟

په تېر کې د افغانستان سرسخته لوبډله د ایرلېنډ کرکټ لوبډله وه، چې سخت فایټ به یې ورسره کاوه او افغانستان به یې له ستونزو سره مخ کاوه.

خو له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان لوبډله د پرمختګ پر لور رهي شوه.

افغانستان او یرلېنډ له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۹ پورې ۲۷ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې دې لوبو کې افغانستان او ایرلېنډ یو بل سره په سیالۍ کې مساوي دي.

افغانستان او ایرلېنډ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۰ په جولای کې وکړه، چې دغه لوبه ایرلېنډ په ۳۹ منډو وګټله.

د دې لوبې کوربه د ایرلېنډ روتردام ښار و.

دویمه یو ورځنۍ لوبه یې تمه وه، چې په ۲۰۱۲ کې د ایرلېنډ په دوبلېن کې ترسره شوې وای؛ خو د باران له امله لغوه شوه.

Afghanistan vs Ireland: Najibullah Zadran Helps Afghanistan Beat Ireland In  First T20I | Cricket News

د ۲۰۱۲ د جولای په ۵ مه دواړو لوبډلو خپله درېیمه لوبه وکړه، چې دا لوبه ایرلېنډ په ۵۹ منډو وګټله او لوبه د ایرلېنډ په دوبلېن کې وه.

څلورمه لوبه په ۲۰۱۵ کې د جنوري په لسمه ایرلېنډ په ۳ وېکټو وګټله.

پنځمه لوبه یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۵ کې افغانستان په ۷۱ منډو وګټله، شپږمه یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۶ کې د دواړو ترمنځ د اورښت له امله لغوه شوه.

اوومه لوبه یې د ۲۰۱۶ د جولای په ۱۲ مه وکړه، چې افغانستان په ۳۹ منډو بریا خپله کړه.

اتمه لوبه یې د ۲۰۱۶ د جولای په ۱۶ مه وکړه، چې ایرلېنډ په ۶ وېکټو وګټله.

نهمه لوبه په ۲۰۱۶ کې افغانستان په ۷۹ منډو وګټله، لسمه لوبه په ۲۰۱۶ کې ایرلېنډ په ۱۲ منډو ګټلې، افغانستان په ۲۰۱۷ کې له ایرلېنډ څخه ۱۱ مه، ۱۲ مه لوبې ګټلي دي، خو ۱۳ مه او ۱۴ مه لوبه بیا ایرلېنډ ګټلي، ۱۵ مه او ۱۶ مه لوبه بیا افغانستان ګټلي، خو ۱۷ مه او اتلسمې لوبې بیا ایرلېنډ وګټلې، ۱۹ مه او شلمه لوبه افغانستان خپلې کړي.

Highlights, AFG vs IRE 1st ODI, Afghanistan vs Ireland: Afghanistan Beat  Ireland By Five Wickets | Cricket News

دا لوبې له ۲۰۱۷ کال سر څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې ترسره شوي دي.

۲۰۱۹ کې او د دواړو لوبډلو اووه لوبې

afg vs ire.JPG

دې کال کې درې لوبې افغانستان ګټلي او درې لوبې ایرلېنډ ګټلي دي او یوه لوبه د باران له امله بې پایلې شوې ده.

۲۰۲۰ کې دواړو لوبډلو لوبې نه لرلې؛ خو د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ میاشت کې دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ کرکټ لوبې لري او دا چې دا لوبې به څوک ګټي، وخت به یې ثابته کړي.

په ۲۷ یو ورځنیو لوبو کې ۱۲ افغانستان او ۱۲ ایرلېنډ ګټلي دي او دوه لوبې لغوه شوي او یوه لوبه بې پایلې شوې ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ