د افغان لوبډلې بریا او د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي

افغان لوبډلې د ایرلېنډ پر وړاندې دوه لوبو کې ښه توپوهنه وکړه او په دې توپوهنه کې افغان لوبډلې یو ځل بیا د ایرلېنډ پر وړاندې د توپوهنې ثبات نندارې ته وړاندې کړ.
له دې وړاندې لوبو کې زمونږ اعتبار په توپ اچونه باندې و؛ خو بې اعتباري مو په توپوهونکو وه.
که یو ورځنیو لوبو کې به کې ټارګېټ له ۲۲۰ پورته شو، د ډېری افغان کرکټ مینوالو به اندېښنه وه، چې دا منډې افغانستان نشي پوره کولای.
تر ۲۰۱۸ کال پورې افغان لوبغاړو په توپوهنه کې فوق العاده ستونزه درلوده؛ خو له دې کال وروسته افغان لوبډلې د توپوهنې برخه کې یو پنځوس سلنه ثبات پېدا کړ او څه نا څه مقابله یې په توپوهنه پیل کړه.
دلیل یې ښایي دا وي، چې کرکټ بورډ یوه اندازه د ښه لوبغاړو په جذبولو کې حساس شوی وي، چې ښه بیلګه یې د ګربز اوپنر کېدل دي.
ورسره د رحمت شاه زرمتي په څېر ون ډاون موندل دي، چې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو ښه حوصله، ښه مسلکیت او ښه ثبات لري.
ورسره په یو ورځنیو لوبو کې د غوره ټو ډاون یا څلورم نمبر توپوهونکي نیول دي، چې حشمت الله شهیدي په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې وړ لوبغاړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي

د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې رحمت شاه زرمتی اوسمهال ۴۳ م توپوهونکی دی، شهزاد محمدي ۵۵ م مقام کې دی، نجیب الله ځدران ۶۱ م مقام کې دی، محمدنبي عیسی خېل ۶۵، حشمت الله شهیدي ۷۰ یم مقام، اصغر افغان په ۷۵ یم، ګلبدین نایب ۹۱ یم او راشدخان په ۹۶ نمبر کې دی.
د ګربز نوم تر اوسه د یو ورځنیو لوبو په توپوهونکو کې نشته.

خو کله چې د ایرلېنډ او افغانستان له لوبو وروسته نوې درجه بندي کېږي، چې نو په یو ورځنیو لوبو کې به د رحمت شاه، ګربز، شهیدي، نجیب الله ځدران، اصغر افغان او نورو لوبغاړو نومونه رامخکې کېږي.
همدا راز په توپ اچوونکو کې هم د مجیب الرحمن، راشدخان او نوین الحق نومونه شتون پېدا کوي او لا ښې نومرې ترلاسه کولای شي.
بل پلو د افغان لوبډلې موقف هم رامخکې کېدای شي او ښایي ویسټ انډیز لسم مقام ته شاته کړي.

د رحمت شاه او شهیدي په زړه پورې ملګرتیا

په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې ون ډاون او ټو ډاون توپوهونکو د افغانستان ټیم ته ثبات ور په نصیب کړ او دواړو لوبغاړو په ۲۰۱ توپونو ۱۸۴ منډې ملګرتیا وکړه.
حشمت الله شهیدي په ۸۲ منډو وسوځېد او دا ملګرتیا د بېري مک کرتي په توپ په پنځه څلوېښتم اوور کې ماته شوه.
رحمت شاه زرمتي ورسره ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په توپوهنه کې ملګرتیا کول د لوبډلې د ملا تیر جوړوي په یو ورځنیو لوبو کې که په هر اوور کې ۴ منډې واخېستل شي او ملګرتیا جریان ومومي، نو توپوهونکي لوبډله د بري خواته بیایي.
دې دوو افغان لوبغاړو هم همداسې وکړل، خپله کچه رن رېټ یې ښه مخته یووړ او افغان لوبډله د یوې اوږدې ملګرتیا په شاهدۍ سره تر بري ورسېده.
دا مهال د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم رحمت تر لاسه کړه.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ