مارچ 8, 2021

د افغانستان او ایرلېنډ درې یو ورځنۍ لوبې او درجه بندۍ کې د مخکې تګ فرصت

Advertisements

ایرلېنډ او افغانستان له ۲۰۰۹ کال راهیسې ۲۷ یو ورځنیو لوبو کې مخ شوي دي، کله ایرلېنډ او کله هم افغانستان سیریزونه ګټلي دي؛ خو دواړه لوبډلې په لومړیو کې سیالې او کُف لوبډلې بلل کېدلې؛ خو له ۲۰۱۶ کال وروسته د افغان لوبډلې ځواکمنتیا زیاته شوه.
په ډېری لوبو کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړي دي او په شل اوریزو لوبو کې یې د ۲۰۱۹ کال د فبروري په ۲۳ مه یو ستر ریکارډ جوړ کړ.
له دغو لوبو راپدېخوا بیا دواړه لوبډلې خپلو کې په لوبلړۍ کې نه دي مخ شوي او اوس ورته یو ځل بیا فرصت برابر شوی، چې په عربي متحده اماراتو کې یوه لوبلړۍ ترسره کړي.

د درې لوبو ګټل او په درجه بندۍ کې اغېز

تاسې ته څرګنده ده، چې د لوبو ګټل هم د لوبډلې په مرال اغېز لري او هم یې په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې تګ معلومېږي، د هرې لوبلړۍ وروسته د کرکټ نړیواله شورا د لوبډلو او لوبغاړو درجه بندي خپروي، هغه لوبډلې چې لوبې یې ګټلي وي، هغوی د پرمختګ نومرې اخلي او هغه لوبډلې چې لوبې بایلي، هغه لا وروسته کېږي.
افغان لوبډله اوس د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لسم ده، که چېري دا سیریز وګټي، کېدای شي، ویسټ انډیز وروسته کړي او نهم ځای خپل کړي.
که هم د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ په نومرو کې توپیر شته؛ خو افغانستان بیا د ویسټ انډیز په پرتله لوبې کمې کړي دي.
ویسټ انډیز ۴۳ یو ورځنۍ لوبې کړي او نومرې یې ۷۶ دي او افغانستان بیا ۲۸ لوبې کړي او ۵۵ نومرې لري.
خو که افغانستان په دې درې لوبو کې ایرلېنډ درې د صفر پر وړاندې مات کړي او هلته یې ویسټ انډیز بنګله دېش ته لوبلړۍ وبایلي افغانستان سل په سلو کې نهم ځای خپلوي.
خو که ایرلېنډ لوبلړۍ وګټي، نو لسم ځای له افغانستان څخه نیولی شي.
بل پلو ویسټ انډیز، بنګله دېش ته په خپل سفر کې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ستر توپیر ماته وخوړه.
لوبه بنګله دېش وګټله، چې شکېب الحسن په ۷ اعشاریه ۲ اورونو کې ۸ منډې ورکړې او ۴ ویسټ انډیزي لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان بریا او مُرال

افغانستان په تمریناتي لوبه کې ایرلېنډ ته ماته ورکړې ده او ایرلېنډ باندې یې له وړاندې فشار اچولی دی.
بل پلو د افغان لوبغاړو لخوا لیګونه هم ولوبول شول، چې دې چارې افغان لوبغاړي له کرکټ سره نږدې ساتلي، فېټنېس یې جوړ دی او له دې سره یې تجربه هم پخه شوه.
لومړی یې شپږیزه لیګ وکړ، ورپسې یې په کندهار کې د بُست په نامه لیګ ترسره کړ، د سي پي اېل لوبې یې وکړې، د سریلانکا لیګ، آی پي اېل او بېګ باش لیګ یې ولوباوه او دې چارې کرکټ سره نږدې پاتې کړل.
یو لوري ته موقف د لوبډلې ښه دی او له بله پلوه په ایرلېنډ د افغانستان مرال لوړ دی او کولای شي، چې ایرلېنډ ته سترې ماتې ورکړي.

افغانستان د ایرلېنډ پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د جنوري په ۲۱ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ افغان لوبډله په ابو ظبي کرکټ لوبغالي کې په خپل کوربتوب له ایرلېنډ سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.
لومړۍ لوبه د سهار په لس بجو پیلیږي.

دواړو لوبډلو له دې وړاندې ۲۷ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲ ایرلینډ او ۱۲ افغانستان ګټلي دي او درې لوبې بیا مساوي شوي دي.
افغان لوبډله د پنجشنبې په سهار له ایرلېنډ سره د درې یو ورځنیو کرکټ لوبو لړۍ پیلوي.
لوبه د افغانستان پر وخت په سهار لس بجې پیلیږي.
افغان او ایرلېنډ کرکټ لوبډلو د دغو رسمي لوبو لپاره تمریناتي لوبې هم کړي، چې یوه تمریناتي لوبه کې د افغانستان یوولس کسیزې لوبډلې، ایرلېنډ ته د اوونۍ په سر کې ماته ورکړه.
افغانستان او ایرلېنډ له دې وړاندې ۲۷ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې ۱۲ افغانستان او ۱۲ ایرلېنډ ګټلي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ ۳ یو ورځنۍ لوبې مساوي شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ دواړه کرکټ لوبډلې د لومړۍ لوبې ګټلو په پار د ابو ظبي لوبغالي کې سره مخ کېږي.
له درې لوبو چې دوه هره لوبډله وګټي لوبلړۍ یې په ګټه حسابېږي او د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې مثبتې نومرې ترلاسه کوي.
دا د کرونا ویروس له پیل راهیسې د افغان لوبډلې لومړی رسمي سیریز دی، چې د ایرلېنډ پر وړاندې یې ترسره کوي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ