اپریل 21, 2021

د ۱۹ کلنو لوبډله باید څه ډول وي؟ هغه څه چې لوبغاړي باید ورته پام وکړي

افغان کرکټ بورډ د نولس کلنو کرکټ لوبډله جوړوي او دا لوبډله به لومړی سفر هندوستان کوي او هلته د بنګله دېش کرکټ لوبډلې سره لوبې لري.

افغان کرکټ بورډ وايي، د دې لوبډلې د جوړولو لپاره له شفافیت څخه کار اخلي او کابو څلور میاشتې کېږي، چې د لوبغاړو په لټه کې و.

د دې لوبډلې د جوړولو لپاره کابو دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار په سراج العمارت او وروسته بیا غازي امان الله خان لوبغالي کې تمریناتي کمپونه ترسره شول.

په دې کمپونو کې په لوبغاړو فزیکي حرکات ترسره شول، د دوی فېټنېس یا تکړښت یقیني شو، هغه لوبغاړي ونیول شول، چې بیخي چوست او چالاکه وو.

ورپسې یې لوبییز ځواک وازمایل شو، د توپ وهونکو برخه کې هغه لوبغاړي غوره شول، چې نیمه سلیزې او سلیزې یې په پرله پسې لوبو کې ووهلې او منډې یې نسبت نورو ته زیاتې وې.

ورپسې د ډګر ساتنې برخه هم وزامایل شوه.

هغو لوبغاړو چې کېچونه په ښه انداز سره ونیول، هغو چې څلوریزې، ځېنې وخت شپږیزې او د زیاتو منډو مخنیوی وکړ، هغوی ته شاباسی ورکړل شو.

هغه لوبغاړي چې بخت ورسره یاري ونه کړه او ونه ځلېدل، هغوی له لوبډلو یو څه لرې شول.

د توپ اچوونکو برخه کې د لوبې انداز او وېکټې اخیستل، ایکانومي او نورې برخې وزامایل شوې، هغه لوبغاړي واخیستل شول، چې خورا اغېزناک وو.

له ۳۴ لوبغاړو د اتلس لوبغاړو غوره کېدل

نږدې دوه اونۍ وړاندې کرکټ بورډ په کابل کې یو ځل بیا د نولس کلنو لپاره تمریناتي لوبې ترتیب کړې، په لوبو کې د لوبغاړو توپوهنه، توپ اچونه، ډګر ساتنه او لوبې چېک شوې.

ځېنې لوبغاړي د توپوهنې او ځېنې د توپ اچونې برخه کې ښه وځلېدل، چې کرکټ بورډ هم همغه لوبغاړي د نولس کلنو لوبډلې لپاره واخېستل.

اتلس لوبغاړي غوره شول او دوی به هندوستان ته سفر وکړي.

د روزونکو خواري

روزونکی دولت احمدزی او له دې وړاندې بل روزونکي رئیس احمدزي هم ویلي وو، چې د ده ارمان دا دی، چې د نولس کلنو نړیوال جام وګټي او دا جام ګټل شفافې لوبډلې ته اړتیا لري.

باید لوبغاړي د وړتیا پراساس وټاکل یا غوره شي.

دولت احمدزي د اوسنۍ لوبډلې د شفافیت په برخه کې پوره هڅه وکړه او خدای دې وکړي، چې لوبډله همداسې شفافه پاتې شي او هېوادوال باید واسطو څخه ځان وساتي.

د افغانستان په څېر هېواد کې سل سلنه روڼوالی هم ناممکن دی، ځکه چې د وکیل، د زورواکي، د چارواکي زامن، خپلوان او خواخوږي زیات دي او که وړتیا ونه لري بیا هم د واسطې په مرسته وراچول کېږي، چې دا چاره بیا نړیوال سټېج کې افغانستان ته زیان اړوي.

نو پکار دا ده، چې ملي ګټو ته کار وشي او د دې لپاره باید په ملي لوبډلو کې لاسوهنه ونشي.

۲۰۱۷ کال او د نولس کلنو ملي لوبډله

دې کال کې زمونږ لوبډله د نړۍ په کچه یوه پیاوړې لوبډله وه، مجیب الرحمن، ابراهیم ځدران، رحمان الله ګربز، قیس احمد، نوین الحق، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، رحمان الله، دروېش رسولي او ځېنې نور تکړه لوبغاړي له لوبډلې سره مل وو.

په دې کال افغان لوبډلې په مالیزیا کې د اسیا جام اتلولي وګټله او پاکستان یې په پایلوبه کې مات کړ، له دې وړاندې یې هم پاکستانۍ لوبډله ماته کړې وه.

۲۰۱۸ کې یې نړیوال جام په نیوزیلېنډ کې ولوباوه، په دې جام کې افغان لوبډلې په نیمه پایلوبه کې له اسټرالیا ماته وخوړه او څلورم مقام یې خپل کړ.

۲۰۱۹ کې او ۲۰ کې افغان لوبډله یو ځل بیا په نړیوال جام کې په سویلي افریقا کې ولوبېده او دا ځل یې اووم مقام خپل کړ.

۲۰۲۱ کې باید د نولس لوبډله دومره عیاره وي، چې د راتلونکي نړیوال جام ګټلو تکل وکړي او حد اقل باید ځان ثابت کړي.

لوبغاړي باید څه وکړي؟

لوبغاړي باید خپل سخت تمرینونه جاري وساتي، د افغانستان د بیرغ لوړاوي ذهنیت او فکر ولري، نه د پیسو ګټلو.

هره ورځ باید په انټرنېټ کې د مشهورو لوبغاړو شاټونه وګوري، د هغوی د لوبې انداز مطالعه کړي، د بالر ګوتې او حرکتو باید وګوري، د توپ سوېنګونو سره ځان اشنا کړي.

د سیمې کنډېشن باید په انټرنېټ کې مخکې له تګ څخه مطالعه کړي، د دې سربېره ویشتن ځای باید وګوري، چې بالر ته ډېر مساعد دی، مثلا د سپېن بالر او فسټ بالر بیلتون باید وکړي.

مطلب دا چې ځېنې پیچونه د فسټ بالرانو لپاره مساعد وي، توپوهونکی باید له فسټ بالر سره احتیاط وکړي، ژر، ژر وېکټې له لاسه ورنه کړي، لوز بال یا هغه بال چې بې کاره وي، له هغه څخه د غټ شاټ استفاده وکړي او په ډاډه زړه یې ولوبوي.

همداسې د سپېن بالر لپاره ځېنې وختونه پیچونه سخت مساعد وي؛ نو توپ وهونکی باید په خطرناک سپېن بالر تېز ور نه شي، ځکه د اوټېدو خطر لري.

په لوبډله کې تل یو، دوه یا درې لوبغاړي لوبه کوي او دا لوبغاړي که بې مسوولیته او ژر اوټېږي د لوبډلې ملا ماتوي.

بالران هم باید د چټکو بالرانو، سپېن بالرانو ویډیوګانې وګوري او له هغوی څخه تجربې واخلي.

لوبغاړي باید بشپړ غوره اخلاق ولري، د لوبې پرمهال، د روزنې پرمهال او د عام ژوند پرمهال باید له احتیاط سره، سره غوره اخلاق اختیار کړي، ځکه که یو لوبغاړی څومره ښه شي او تکړه شي، خو چې اخلاق یې کمزوري وي د خلکو زړونو کې ځای نه شي موندلی او د کرکټ عمر یې هم کم وي.

بې ځایه باید ونه ګرځي، لهو لعب پسې ونه  ګرځوي او تل باید ذکر، لمونځ او تلاوت باید له یاده ونه باسي، باید الله ج په یاد ولري، نو الله ج به په هر ډګر کې د دوی مل وي.

نو په وروستیو کې خپلې نوې نولس کلنې لوبډلې ته دعا کوو او د نړۍ په کچه ورته سترې بریاوې غواړو.

 

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ