سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې په لومړي ځل پنځه افغان لوبغاړي راڅرګند شول

اعلان

دا چې افغانستان اوس تازه د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړی او یواځې دوه ټېسټ لوبې یې کړي دي؛ نو په ۲۰۱۹ کال له مارچ میاشت وړاندې یې لوبډله او لوبغاړي په درجه بندۍ کې نه وو شامل؛ خو اوس د افغانستان پنځه لوبغاړي په بې ساري پرمختګ سره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې راګډ شوي او پرمختګونه یې کړي دي.

افغانستان ایرلېنډ ته په یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه، رحمت شاه په دوه پاڼیو کې ۱۶۴ منډې وکړې یوه کې یې ۹۸ او بله پاڼۍ کې یې ۷۶ منډې د نوموړي د پرمختګ ستر علت دی.

افغان لوبغاړي او ټېسټ لوبو درجه بندي
رحمت شاه چې مخکې بیخي د ټېسټ لوبو لوبغاړو په درجه بندۍ کې نه و اوس د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې په ۸۹ یایم مقام کې راغلی هغه ۳۷۸ نومرې ترلاسه کړي.

اصغر افغان بل هغه لوبغاړی دی، چې په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې یې ۶۷ منډې وکړې، هغه په درجه بندۍ کې په ۱۰۶ م مقام راغلی او ۳۰۰ نومرې یې ترلاسه کړي دي.

دریم نوم په درجه بندۍ کې د ځوان کیڼ لاسي توپ وهونکي حشمت الله شهیدي دی، هغه ۱۱۰ م ځای خپل کړی او ۲۸۸ نومرې یې اخېستي دي.

د افغانستان څلورم لوبغاړی بیا یمین احمدزی دی، هغه د ټاپ توپ اچوونکو په لړۍ کې راغلی دی، هغه په دواړو پاڼیو توپ اچونه کې شپږ وېکټې واخېستې او ۴ اورونه یې مېډن کړل، د بالرانو په برخه کې هغه پنځوسم ځای نیولی او نومرې ۳۳۲ دي.

راشدخان بیا پنځم افغان لوبغاړی دی، چې د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبغاړو په درجه بندۍ کې یې ځان داخل کړی، هغه د ایرلېنډ خلاف لوبه کې ۷ وېکټې واخېستې، نوموړي ۶۷ م مقام اخېستی او نومرې یې ۲۳۹ دي.

دا پنځه افغان لوبغاړي له یوې بریا وروسته د پرمختګ پر زینه وختل او مونږ یې د روښانه پرمختګ شاهدان یوو.

بل پلو د ایرلېنډ درې لوبغاړو ځان د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې راوستی دی، کیوین اوبراین د توپ وهونکو په برخه کې اته شپېتم ځای نیولی او ۴۴۸ نومرې یې ترلاسه کړي دي.

ټېم مورتګ د توپ وهونکو په قطار کې ځان ثبت کړی، د توپ وهونکو په برخه کې یې ۱۴۰ م ځای نیولی او ۱۸۳ نومرې یې اخېستي دي.

د توپ اچوونکو په برخه کې یې بیا سټورټ تامپسن ۶۴ م ځای نیولی او ۲۵۳ نومرې یې ترلاسه کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی