اسټرالیا سره د افغانستان د ټیسټ لوبې رسمې نېټه اعلان شوه

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ به یوازینۍ ټیسټ لوبه د روان ۲۰۲۱م کال د نوومبر میاشتې له ۲۷مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ترسره شي.

اعلامیه کې ویل شوي، دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب د هوبارټ ښار په بلن ستوڼ کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

 

 

یاده اعلامیه کې د اسټرالیا سره د یادي یوازینۍ ټیسټ لوبې په تړاو د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي رئیس فرهان یوسفزي خبري راخیستل شوي، چې پکې دا سیالي یې د افغانستان لپاره خورا مهمه ګڼلې.

هغه زیاته کړې:

« اسټرالیا د کرکټ په نړۍ کې یوه له غوره لوبډلو څخه ده. دا د دوی پر وړاندې زموږ لومړۍ ټېسټ لوبه ده او زه ډاډه یم چې دا به د دواړو لوبډلو لپاره بهترینه لوبه وي، مونږ دغې سیالۍ ته منتظر یو.»

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ دغه ټېسټ لوبه ټاکل شوې وه د تېر ۲۰۲۰م کال په پیل کې ترسره شي؛ خو د کرونا ویروسي ناروغۍ د محدودیتونو له امله وځنډول شوه.

 

افغان لوبډله په ټیسټ لوبو او درجه بندي کې

 

افغان کرکټ ملې لوبډله د روان ۲۰۲۱م کال په پيل کې  د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کې له لسم مقام څخه نهم مقام ته پورته شوه.

خو له هغه وروسته د لسو غوره لوبډلو څخه وغورځول شوه او څو ورځې وړاندې په تازه اعلان شوې لوبډله کې په لسو غوره ټیمونو کې نه ده راوړل شوې.

افغان کرکټ ملې لوبډلې تر دې دمه پورې شپږ ټیسټ لوبې ترسره کړې دي، چې لومړۍ یې د هند، دویمه یې د ایرلینډ، درېیمه یې د ویسټ انډیز، څلورمه یې د بنګله‌دېش، پنځمه یې د زیمبابې او شپږمه لوبه یې هم د زیمبابې ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

افغان لوبډلې په یادو شپږو ټیسټ لوبو کې د هند، ویسټ انډیز او زیمبابې څخه په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ماته ومنله، خو ایرلینډ، بنګله‌دېش او زیمبابې ته یې بیا په دویمه ټیسټ لوبه کې ماتې ورکړه.

 




وروستي مطالب