مبارکه روژه او پردۍ جګړه؛ اوربند معقول دی که وینه تویونه؟

لیکنه: غازي عابد

وروسته له هغې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه یو هوکړه لیک امضا شو، خلکو ته هیلې پیدا شوې چې ګني افغانان به ژر د اوربند او سولې مزه وڅکي، خو هغه هر څه سرچپه شول او ورسره لا د افغان انسان وینه تویدل چټک کړل شول.
څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومت طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د روژې مبارکې میاشتې په پار اوربند وکړي او په دې سره افغانان پریښودل شي چې په ارام سره خپل ژوند چارې مختې بوځي او ترڅنګ د کرونا له بدې وبا سره چې په نړۍ کې یې تر اوسه له دوه سوو زرو زیات انسانان وژلي، د مخنیوی لپاره یې افغانان چمتو شي، خو طالبانو د رد ځواب ورکړ.

د نړیوالو غوښتنه

ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، اروپايي اتحادیې، امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو په افغانستان کې د اوربند کولو غږ کړی دی.
همدا وړمه ورځ هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر طالبانو غږ وکړ چې د اوربند غږ ته دې لبیک ووايي او د روژې مبارکه میاشت کې دې جګړه ودروي.

د طالبانو ځواب

د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز په مقابل کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اوربند غوښتل نامعقول بللي.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي:

« اسلامي امارت له امریکا سره دتوافقنامې په لاسلیک هغه جامع مکانیزم ومانه، امنیت شورا اوبین المللی ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي موږ اوربند اوسولې ته رسوي.

دکرونا له امله زرګونه بندیان په خطرکې اچولو او دتوافقنامې دبشپړ تطبیق اودسولې پروسې دمخنیوي با وجود اوربند غوښتل معقول ندی.»
ترڅنګ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تاز د نړیوالو د هغې غوښتنې چې اوربند دې وشي، په غبرګون کې منفي اعلامیه خپره کړې.
هغه اوربند د افغان حکومت فرصت طلبي او غیر منطقي غوښتنه بللې او ویلي یې دي چې د شوي تړون پر اساس باید دوی سره مخته تګ شوی وای چې هغسې نه دي شوي.

د حکومت غبرګون

ولسمشر غني د روژې له لومړۍ ورځې له طالبانو وغوښتل چې اوربند ورسره وکړي ۰ ارګ

د طالبانو د رد له ځواب وروسته د افغانستان حکومت، پر طالبانو سخته نیوکه وکړه. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر ټویټر لیکلي:

«دولت او ملت دواړو د روژې د تقدس او تقدم په پار طالبانو ته په دې مبارکه میاشت کي د ویني توییېدني د درېدو وړاندیز وکړی. طالبانو دا وړاندیز رد او د الهی ارشاداتو او بشري ارزښتونو خلاف یې د روژې په لومړۍ شپه بیا د افغان مسلمان وینه توی کړه. دوی پر اسلام او انسانیت برابر نه دي!.»

خو ایا اوس جګړه له اوربند معقول او منطقي ده؟

له بدمرغه د جګړې د ټینګار خبرو دا خبره نوره هم یقیني کړه چې له بدمرغه دا ملت به د کرونا وبا، ولږې او بیکارۍ ترڅنګ د بدمرغه جګړې لا نور هم ښکار وي او زړه پرې نه سوځیږي.
طالبان چې پر جګړه ټینګار کوي، نو جګړه له چا سره کوي، د جګړې هغه اصلي لوری چې طالبانو اشغالګر باله، له هغوی سره هر څه صفر دي، نو که چیرته افغان حکومت د هغوی لاس لاندې بولي یا یې ملاتړی بولي، نو لازمي ده چې له هغوی سره اوربند شوی، دوی سره به حتماً هماغسې کیږي، ځکه اوس هر ډول بهانې له منځه ځي، که د جهاد خبره وه چې له امریکایانو سره جهاد دی، نو اوس هغه تړون پای ته ورساوه، نور نو بله کومه بهانه به پاته وي، که داسې نه وي، نو دا خلک په دې باوري کوي چې واقعاً دا جګړه سل سلنه د پردیو لپاره وه او دا دی چې د پردیو د ګټو غوښتنه ده، له نه معقول والي سره به هم روانه وي.
ترڅنګ؛ له بدمرغه امریکا په لوی لاس همداسې یوه تشه پریښې چې د سولې معامله همداسې ځوړنده وي، هغوی ورته د خیر په غونډۍ ناست وي او جګړه بشپړه افغاني شي، هغسې افغاني چې حتا امریکا او متحدین یې په کې بد هم یاد نه شي، که داسې نه وای، نو دومره ګونګ حالت هیڅکله نه رامنځته کیده، ځکه تړون له امریکا سره کیږي، اوربند له امریکا سره کیږي او بندیان له هغه چا غوښتل کیږي چې حتا اوس یې د مبارکې میاشتې په پار د اوربند او اورکم غوښتنه هم نه منل کیږي، نو دا معقول دی، نه، هیڅ معقول نه دی، بلکې دا یو غیرې منطقي ګام دی چې له بدمرغه ښکاري د هیواد دښمنانو همداسې ډیزاین کړی او ښايي دې سیستماتیک ډییزاین شوي پلان کې هغوی ښه روان دي، خو افغانان په کې ورځ تر بلې د کرونا، او هر ډول نورو افتونو او مجبوریتونو ترڅنګ د جګړې قرباني هم دي.
نو په ټوله کې که د بندیانو مسله ده یا د پلاو ټاکل دا هر څه په یوه څه له لاسه  ورکولو سره کیږي. موږ ډاډه یوو که دا ځل هم اوربند وشي، شاید ددغو خنډونو حل ته بیخي ډیر ورنیږدې شو، ځکه عموماً متخاصم یا جګړه مار لوري، د د نیتۍ د شدت او جګړې پرمهال تل نه تیریدونکي وي، ځکه وضعیت او شرایط هر څه یې پر موقف تاثیر لري، که چیرته وضعیت داسې شي چې لکه د درې ورځیني اوربند په شان امن شي او د افغان انسان د وینې تویدو مخنیوی وشي، نو ډاډه یوو چې هماغه شان د یوه وضعیت شاهدان کیدای شو، هماغه مهال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ښه نیت له امله خپل اوربند تر یوې میاشتې وغځاوه، خو مقابل کې طالبانو دا وړاندیز ونه مانه.
که اوس چیرته اوربند وشي، نو ډاډه یوو چې د بندیانو په برخه کې د ښاغلي غني او د افغانستان د حکومت دریځ به بیخي ډیر نرم شي او شاید دا کنګل چې بندیان نه خوشي کیږي او جګړه نه دریږي او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډ بلل کیږي، له منځه لاړ شي او په دې سره هم حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه کړي او هم د جګړې په کمولو یا ودرولو کې دواړه لوري سره عملي ګامونه واخلي.
بل د هیڅ چا لپاره نه، بلکې د افغان ملت په غوښتنه او د همدې ۹۹ سلنه مسلمان ملت لپاره دې اوربند وشي، دا وبا، اقتصادي ستونزې، سخت حالات، پردۍ دسیسې او دا بدمرغه جګړه لکه څرنګه یې چې په رواني او فزیکي حالت خلک وژلي دي، نور به یې هم ډیر ووژني او له سترې نابودۍ سره به یې مخ کړي، بیا به هغه وخت طالبان او بله هره ډله او حکومت پر چا حکومت وکړي، چاته به ملت ووايي، څوک به خپل رعیت وبولي ؟؟؟!!!
د اوربند، سولې او د سوله ییز افغانستان په هیله !

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.