نړیواله درجه بندي؛ افغان لوبډلې ته د پرمختګ لپاره درې نمرې ورکړل شوې

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تازه په یو ورځنیو لوبو د کرکټ نړیواله درجه بندي خپره کړه، چي پکې انګلستان له لومړي ځای څخه څلورم ځای ته کښته شوی او لومړی ځای نیوزیلینډ لوبډلې خپل کړی.

نیوزیلینډ مخکې په درېیم ځای کې شتون درلود، خو اوس لومړي ځای ته پور ته شو.

هندۍ لوبډله بیا مخکې په دویم ځای کې وه، خو اوس د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو لوبو په درجه بندي کي درېیم مقام لري.

افغان کرکټ لوبډله بیا په دې درجه بندۍ کې پر خپل پخواني لسم ځای شتون لري، خو د پرمختګ لپاره بیا درې نمرې ورکړل شوي دي.

 

 

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په یو ورځنیو لوبو کې تازه اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ نیوزیلینډ؛ پخوا ۱۱۸ نمرې، اوس ۱۲۱ نمرې، مخکې درېیم ځای، خو اوس لومړی ځای لري.

۲ـ اسټرالیا؛ پخوا ۱۱۱ نمرې، اوس ۱۱۸ نمرې، مخکې څلورم ځای، خو اوس دویم ځای لري.

۳ـ هندوستان؛ پخوا ۱۱۹ نمرې، اوس ۱۱۵ نمرې، مخکې دویم ځای، خو اوس درېیم ځای لري.

۴ـ انګلستان؛ پخوا ۱۲۱ نمرې، اوس ۱۱۵ نمرې، مخکې لومړی ځای، خو اوس څلورم ځای لري.

۵ـ سویلي افریقا؛ پخوا ۱۰۶ نمرې، اوس ۱۰۷ نمرې، مخکې پنځم ځای، اوس هم پنځم ځای لري.

۶ـ پاکستان؛ پخوا ۱۰۲ نمرې، اوس ۹۷ نمرې، مخکې شپږم ځای، اوس هم شپږم ځای لري.

۷ـ بنګله دېش؛ پخوا ۸۹ نمرې، اوس ۹۰ نمرې، مخکې اووم ځای، اوس هم اووم ځای لري.

۸ـ ویسټ انډیز؛ پخوا ۷۸ نمرې، اوس ۸۲ نمرې، مخکې نهم ځای، خو اوس اتم ځای لري.

۹ـ سریلانکا؛ پخوا ۸۰ نمرې، اوس ۷۹ نمرې، مخکې اتم ځای، خو اوس نهم ځای لري.

۱۰ـ افغانستان؛ پخوا ۵۹ نمرې، اوس ۶۲ نمرې، مخکې لسم ځای، خو اوس هم لسم ځای لري.

 

 

ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ