مارچ 6, 2021

د افغانستان ملي موزيم مخينه

Advertisements
ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

د مې په اتلسمه، چې د غوايي له ۲۹ مې سره سمون خوري، د موزيم نړيواله ورځ ده، چې په مختلفو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
افغانستان هم يو له دې هېوادونو څخه دی، چې اړين آثار په خپل زړه کې لري.
د افغانستان د ملي موزيم بنسټ په ۱۲۹۷ لمريز کې د کابل په باغ بالا کې کېښودل شو، چې په لومړيو کلنو کې «عجايب خانه» نومېده، يوازې هغه آثار، لکه لاسي (خطي) قرآنونه، لاسي صنايع، د آزادۍ د وخت ځينې آثار او نادر کتابونه پکې ساتل کېده.
بیا د لړم په ۲۵ مه په ۱۳۰۳ لمريز په رسمي توګه د «غازي امان الله خان» په واسطه، پرانىیستل شو او له «باغ بالا» څخه د کابل ارګ ته يوړل شو، چې د پرانیىستنې په ورځ یې  محمود طرزي د وخت بهرنيو چارو وزير او فيض محمد د زده‌کړو چارو وزير د آثارو د ارزښت په اړه خبرې درلودې.
ځينو مهمو شخصيتونو هم خپل اړين آثار موزيم ته ورکړل. په دې لړ کې له فرانسې سره تړون لاسليک شو او د دې تړون پر اساس د دوو ورته آثارو څخه يو فرانسې ته وړل کېده.
د فرانسوي تاريخ پېژندونکو سره يو هم احمد علي کهزاد و، چې د ډېرو آثارو په چاڼ او لاسته‌راوړنه کې زيار ايستلی دی.

د موزيم آثار

مرمري بودايي کار شوي مجسمې، هندي عاجونه (د پيل غاښونه)،
ډبرين آثار چې په مخکني تاريخ پورې اړه لري، د روم برنزي سکې،
د مختلفې دورې سکې، له ميلاده دمخه مجسمې چې دا ټول د موزيم يوه څه برخه جوړوي.
نور آثار، لکه د اسلام د پيل دورې آثارو څخه د عثمان (رض) په ليکنې سره کوفي قرآن د ځينو آياتونو ليکنه د امام حسن (رض) په ليکنې سره او د دري شاعرانو لاس ليکلي

آثار

هفت اورنګ؛
عبدالرحمان جامى؛
هفت پيکر؛
نظامى ګنجوى؛
هشت بهشت؛
او ليلى و مجنون؛
امير خسرو دهلوى.
چې دا ټول آثار په ۸۸۹کال کې یې ليکنه او جوړونه شوې وه. د سعدي بوستان د ميرعماد په ليکنې سره، چې د تيموريانو د دورې نامتو خطاط و، د ميرزا عبدالقادر بيدل ديوان چې د بخارا امير لخوا امير حبيب الله خان ته ورکړل شوی و، د حافظ دیوان او د نقاشۍ د هنر برخه کې کولاى شو، د استاد کمال الدين بهزاد ميناتورى آثارو څخه يادونه وکړو.

ويجاړېدل او تاړک

د مجاهدينو په راتګ سره، د موزيم څخه سنګر په ډول کار واخيستل شو او څه ناڅه %70 آثار چور او ويجاړ شول.
د مجاهدينو دورې څخه وروسته، طالبانو دوره کې هم، کومې مجسمې چې پاتې وې له منځه يوړل شوي. نو په دې توګه ويلاى شو چې د موزیم ډېر ويجاړېدل د موزيم ۱۹۹۲څخه تر ۱۹۹۴پورې و.

د ځينو آثارو بچونه

عمر خان مسعودي د کابل موزيم يو تن له مسوولينو څخه، څه ناڅه ۲۰۰۰۰ آثار، د طالبانو د يرغل پر وخت مصٶن ځاى ته ولېږدول، چې ۱۳۸۴ لمريز د شهزاده کلاوس نړيواله جايزه لاسته راوړه، چې دی نهم کس بلل کېږي.

بيارغونه

موزيم بيارغونه د نړيوالو مرستو په واسطه سرته ورسېده، چې (350) زره ډالر مصرف يې درلود، ويل کېږي چې ډېر آثار پاکستان ته او له هغې لارې اروپايي هېوادنو ته ستنه کېدل او دې وخت کې رسنۍ دا ادعا درلوده، چې ځينې آثار د پاکستان د نننۍ چارو وزير نصرالله خان او بې نظيربوټو په اختيار کې و، چې د افغانستان د وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د يوه ليک په لېږلو سره، د آثارو راوړلو غوښتنه کړې وه، خو سره له دې بيا هم ډېری آثارپه اروپايي موزيمونو کې ساتل کېږي، د يونسکو او اطلاعات فرهنګ په زيارونو سره، ځينې آثار راوړل شوي دي، خو بيا هم د خواني او اوسني موزيم د شان ترمنځ ډېر واټن دى.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ