
د افغان لوبډلې ویکټ ساتونکې او اوپنر شهزاد محمدي د زنګانه د درد له کبله په انګلیستان کې د کرکټ د نړیوال جام له روانو سیالیو ووت.
دا خبره د پنجشنبې په ورځ افغان کرکټ بورډ او د کرکټ نړېوالې شورا په ډاګه کړه.
د کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې اکرم علي خیل به د نړیوال جام په پاتې لوبو کې د شهزاد ځای ونیسي.
افغان ټیم د نړیوال جام په سیالیو کې دوه لومړنۍ لوبې پرلپسې بایللي. ځینو رسنیو د شهزاد وتل دې ټیم ته یو ګوزار بلل دی.
32 کلن شهزاد محمدي مخکې له دې چې د پښې ژوبلیدل یې له نړیوال جام وتلو ته اړ کړي د استرالیا او سرېلانکا په وړاندې دوه میچونو کې یوازې اوه منډې جوړې کړی شوې، چې د افغان ټیم د مینه والو له سختو انتقادونو سره مخ شوی و.
د شهزاد محمدي په اړه د نیوکو راپور دلته لوستلی شئ
د کرکټ نړېوالې شورا په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دې شورا د نړیوالو جام په پاتې برخه کې د شهزاد پر ځای د اکرام علي خیل راتګ تایید کړی دی. په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې” د ویکټ ساتونکي شهزاد محمدي زنګون ژوبل شوی و چې نوموړی یې په دې لوبو کې د ګډون له دوام پاتې کړ.“
د شهزاد زنګون د نړیوال جام تر لوبو مخکې د پاکستان په وړاندې په تمریني لوبو کې ژوبل شوی و.
نوموړې که څه هم ترې وروسته په راتلونکو دوو لوبو کې د اوپنر په توګه ولوبیده، خو هسې چې ترې تمه کیده، غوره کارګردګي یې ونه ښوده.
د شهزاد محمدي ژوند لیک او بشپړ پیژندنه دلته لوستلی شئ
له 2015 م کال راهېسې شهزاد محمدي په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغانستان دویم د ډیرو منډو جوړونکی لوبغاړی دی. نوموړې په پنځه پنځوس پاړیو کې 1843 منډې جوړې کړې دي.
د اکرام علي په اړه ویل کیږي چې ځوان او باانرژي خو کم تجربه دی.
هغه د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ویکټ ساتونکی و چې تازه ملي لوبډلې ته راغلی دی او په چپ لاس بېټېنګ هم کوي.