اپریل 23, 2021

د زِمبابوې خلاف د افغانستان بریا او د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي

افغان کرکټ لوبډلې د زِمبابوې پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې په ۶ وېکټو بریا خپله کړه او لوبلړۍ یې یو د یو پر وړاندې مساوي کړه.

دې لوبه کې راشدخان ۱۱ وېکټې واخیستې او حشمت الله شهیدي بیا ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی حشمت الله شهیدي او د ټولې لوبلړۍ غوره لوبغاړی د زِمبابوې لوبډلمشر شان ویلیمس وپېژندل شو.

شان ویلیمس په دواړو پاڼیو توپوهنه کې ۱۵۹ منډې وکړې.

د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي او د افغان لوبډلې ځای

لاهم د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د افغان لوبډلې نوم نشته او نهم نمبر لوبډله د بنګله دېش لیکل شوې ده.

هر کله چې د دوو لوبډلو ترمنځ سیریز جریان ولري، نو درجه بندي نه کېږي او کله چې یوه لوبلړۍ پای ومومي، نو بیا د کرکټ نړیواله شورا نوې درجه بندي کوي.

اوس د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبو لړۍ پای ته ورسېده او د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ معلومات لا هم زاړه دي.

دلته دوه خبرې کېدای شي، یوه خبره دا ده، چې ښایي د زِمبابوې او افغان لوبډلې نومرې سره مساوي وي، نو ځکه د یوې لوبډلې نوم هم په لسم مقام کې نشته.

دویمه خبره دا کېدای شي، چې تر اوسه د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو نوې درجه بندي نه ده کړې او همغه د مارچ میاشتې د لومړیو درجه بندي ده.

ښایي د کرکټ نړیواله شورا نوې درجه بندي وکړي او لسم مقام کې به یا د افغانستان او یا هم د زِمبابوې نوم لیکل کېږي.

د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې د لوبډلو مقامونه

هندوستان د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړی، دې لوبډلې له انګلستان څخه د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله.

دویم ځای د نیوزیلېنډ لوبډلې نیولی دی، دې لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه.

درېیم ځای د اسټرالیا دی، څلورم ځای انګلستان نیولی، پنځم پاکستان، شپږم سویلي افریقا، اووم سریلانکا، اتم ویسټ انډیز او نهم نمبر د بنګله دېش لوبډله ده.

په لومړیو شپږو ټېسټ لوبو کې د افغانستان ریکارډ

افغان لوبډلې له ایرلېنډ، بنګله دېش، ویسټ انډیز، هند او زِمبابوې سره شپږ ټېسټ لوبې کړي دي.

له هندوستان څخه یې ماته وخوړه، له ایرلېنډ څخه یې وګټله، له ویسټ انډیز څخه یې ماته وخوړه، خو له بنګله دېش څخه یې وګټله او له زِمبابوې سره یې لوبلړۍ مساوي کړه.

افغانستان د نړۍ په کچه لومړی هېواد شو، چې په خپلو لومړیو شپږو ټېسټ لوبو کې یې درې وګټلې.

اسټرالیا هم په لومړیو شپږو لوبو کې درې ګټلي دي.

پاکستان او ویسټ انډیز په خپلو لومړیو شپږو لوبو کې یوه، یوه ګټلې ده، بنګله دېش، هندوستان، نیوزیلېنډ، سویلي افریقا، سریلانکا او بنګله دېش په لومړیو شپږو لوبو کې هېڅ لوبې نه دي ګټلي.

وروستي مطالب