فبروري 28, 2021

سبا افغانستان د ایرلنډ په وړاندې لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

سبا پنجشنبه افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلې سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې افغان او ایرلنډ لوبډلې به د لړۍ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه سهار ۱۰ بجې د ابو دوبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل کړي.
له هغه وروسته دا دوه هیوادونه دویمه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.
دا درې واړه لوبې ملې سپورټ ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.

افغان کرکټ بورډ دې لوبو ته دا لوبډله اعلان کړې

اصغر افغان, رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ