افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د اوږدې افغان وژنې د پای په اړ خبرې؛ د مذاکراتو په پيل کې د افغان حکومت استازي څه وویل؟

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

بلاخره له اوږدو جنجالو او کړاونو وروسته په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شوې.

ددې خبرو پرانیسته کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او طالب استازو، ځینو نورو هیوادونو او استازو ترڅنګ د قطر چارواکو هم ګډون وکړ.

دلته د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازولۍ د ښاغلي عبدالله د خبرو څو مهم ټکي را اخلو:

  • ویاړم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ د سولې د مذاکراتو د پیل په مراسمو کې ګډون لرم.  دې مهمې او تاریخي غونډې ته ستاسو د راتګ هرکلی کوم او د جمهور رئيس محمد اشرف غني سلامونه تر تاسو رسوم.

  • دعا کوم چې لوی خدای تعالی دې، د افغانستان اسلامي جمهوريت او د طالبانو تحریک تر منځ د سولې مذاکرات کاميابۍ ته ورسوي ځکه دا زموږ د ملت هیله ده.

  • د سولې د تامین په لاره کې د قطر هېواد له هڅو څخه مننه کوم. په خاص ډول د ننۍ ناستې د جوړیدو او د سولې د مذاکراتو د لومړي پړاوو د کوربه توب له امله.

  • د طالبانو له تحریک څخه هم د زړه له کومې مننه کوم، چې سولې ته د رسېدو لپاره یې زموږ د ستر ملت غږ ته مثبت ځواب ورکړ او د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره مذاکراتو ته چمتو شول.

-په اطمینان سره ویلی شم، چې زموږ د ګران هېواد تاریخ به له ننۍ ورځې څخه د جنګ د خاتمې او د خلکو د درد او ویر له پای ته رسېدو هرکلی وکړي.

-موږ د اسلام مقدس دین د احکامو پر بنسټ او  د خپل سرلوړي ملت د ازادې ارادې او برحقه غوښتنو سره سم د باعزته او تل پاتې سولې د ټینګښت په مرام دې هېواد ته راغلي یو.

-موږ په هېواد کې د څلویښت کلنې وینې بهېدلو د درېدو او سرتاسري سولې د ټینګښت په موخه، د طالبانو له تحریک سره د صادقانه مذاکراتو په هدف له پاک نیت سره  راغلي یو.

-زموږ د خلکو مشروع غوښتنه او د سولې هدف دا دی چې، له سياسي لارې هر ډول جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

افغان پلاوی چې ډاکټر عبدالله او حنیف اتمر هم په کې دي، پرون قطر ته ورسیدل؛ نن خبرې پيل شوې

-زمونږ خلک پر اساسی قانون ولاړ نظام او د ثبات ټینګښت غواړي، ځکه د نظام د نشتوالي له امله يې سخت مصیبت تجربه کړي دي.

-روانه جګړه د جنګ له لاري ګټونکی نه لري، اما د ملت له ارادې سره سمه سیاسي حل لاره هیڅ بایلونکی نلري!

-موږ دواړه یعنې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک د خدای تعالی پر وړاندې مسوولیت لرو څو خپل ګران هېواد له دې حتمي تباهۍ او نسل وژنې څخه و ژغورو.

-اوس چې د ملی اجماع تر څنګ، سیمه او نړۍ د سولې له تامین څخه حمایت کوي، موږ نه باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورکړو.

-مونږ باید په څښتن تعالی توکل وکړو او له دغه تاریخي فرصت څخه د یوې باعزته او تل پاتې سولې لپاره ګټه پورته کړو.

-موږ پدې هم پوهیږو چې با عزته او تل پاتې سوله هغه وخت راتلای شي چې زمونږ د لوی ملت اراده په کې تمثيل شي او د يو بل نظرونو ته په کې احترام وشي.

-مونږ دواړه لوري باید په ټول صداقت د خپل ملت ازادې ارادې ته درناوی وکړو او ورته غاړه کیږدو!

-زمونږ ملت د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته کړې ده، چې ازاده اراده لري او په کاملې پوهې، ټینګ ایمان او عزم پریکړې کوي.

-د سولې عزت او پایښت د ملت له ارادې څخه راځي او موږ باید ثابته کړو چې دغه اصل ته ژمن یو.

-درنو حاضرینو او د طالبانو د تحریک محترمو استازو!

د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې لپاره تعهد خپل دیني او تاریخي مسئولیت ګڼلی.

-په تیرو څو کلونو کې مو د سولې لپاره پراخې هڅې کړي، د سولې مشورتي لویې جرګې دایرول، د ملي او سیمه ییزې اجماع لپاره هڅې، د ملي او سیمه ییزو کنفرانسونو جوړول، د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو او د هېواد په کچه، د علماوو بې ساری کنفرانس او د هغوی له لوري د جګړې د پای ته رسېدو د فتوا صادرول، د دې هڅو ښکاره بېلګې دي.

-دغه راز د ملي مصالحې د عالي شورا رامنځته کېدل او د مذاکراتو لپاره د ملي ټیم اعلانول د سولې لپاره زموږ د اقداماتو برخه ده.

-په اخترونو او نورو دیني او ملي مناسبتونو کې د سولې او اوربند لپاره مو غږ پورته کړی، له نیکه مرغه چې تاسو هم درې ځلې د اوربند غږ را سره بدرګه کړ او هېوادوالو ته مو د اختر په مبارکو ورځو کې ارامي ور وبښله.

-دې ټولو اقداماتو له موږ څخه قربانۍ هم اخیستي دي. د سولې په لاره کې مو یو ملي او جهادي مشر استاد برهان الدین رباني شهید شو او یو بل جهادي او روحاني شخصیت پیر سید احمد ګیلاني د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د سولې لپاره هڅې وکړې.

-د دې ترڅنګ مو د سولې د عالي شورا او د سولې د لویې جرګې ځیني غړي له لاسه ورکړل.

-کله چې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې هوکړه لیک لاسليک شو، له خلکو سره د سولې د راتلو هیلې پیدا شوې؛ خو متاسفانه له هغه وخت څخه تر نن ورځې پورې په دې جګړه کې څه د پاسه دولس زره افغانان وژل شوي او شاوخوا پنځلس زره نور ټپيان شوي دي.

-موږ د سولې لپاره له خپلو زندانونو په لوی شمېر ستاسو زندانیان خوشې کړل او له تاسو هم مننه چې د دولت اسیران مو را پرېښودل.

-نن په ډاډ سره ویلی شو چې د هر آزاد شوي بندي په کور کې خوشحالي ده او د لوی خدای تعالی  شکر ادا کیږي؛ خو موږ کولای  شو چې د سولې د اوسنیو مذاکراتو په بریالي کولو، د اوربند په اعلانولو او د جګړې په پای ته رسولو سره، دا خوښي د هر افغان کور ته ورسوو.

-که باعزته او تل پاتې سوله راوړو، د خپل وطن استقلال، ازادي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا وساتو، او د اسلام د سپیڅلي دین د اعتقاداتو او احکام سره سمه ولسواکه او ټول شموله نظام چې پر اساسی قانون ولاړ وي، ټينګ کړو، چې په کې زموږ د ټولو خلکو، خویندو او وروڼو، د اقلیتونو او له جګړې د زیانمنو شویو حقوق وساتي، نو موږ دواړه لوري به د سولې اتلان یو.

-باور لرم که موږ ټول په صداقت او ریښتینوالۍ سره یو بل ته د ورورولۍ لاس ورکړو، د غم اوسنی خور شوی ټغر به ټول او هېواد ته به تلپاتې سوله راوړو.

نن د خبرو پرانیسته وشوه، وبه لیدل شي چې تر کومه به دوام کوي او څه ډول پایله به ورکوي.

افغانان هیله لري چې په خبرو کې لومړی بحث پر اوربند وشي او په ترڅ کې یې روانه وینه توئیدنه ودریږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ