مارچ 5, 2021

افغانستان فضايي پلان جوړوي، لومړۍ ناسته یې وشوه؛ خو څه ګټه به ولري؟

Advertisements
راپور: بشر درویش

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمود کرزي د ویډیويي کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د نړېوال بانک د پروژو رئیس ډاکټر ساطع او د سویلي کوریا د بشري اسکانو د څېړنو عمومي رئیس هیون سونګ کانک سره د افغانستان د فضايي پلان د جوړولو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د دې ویډیو کنفرانس له لارې لومړی د سویلي کوریا د بشري اسکانو د څېړونو عمومي رئیس هیون سونګ کانک د افغانستان د فضايي پلان د جوړولو پر څرنګوالي بحث وکړ او په دې برخه کې یې د خپل هېواد تجربې د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې.

د سویلي کوریا چمتووالی


د سویلي کوریا د بشري اسکانو د څېړنو عمومي رئیس د یو پرزېنټېشن له لارې د فضايي پلان د جوړولو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې هېواد یې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت انجنیرانو د مسلکي روزولو او مشورو او په دې برخه کې د تخنیکي وسایلو د ورکړې تر څنګ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
یاد وزارت زیاته کړې ده؛ د افغانستان لپاره د نړېوال بانک د پروژو رئیس ډاکټر ساطع د ښارونو منظمې ودې په برخه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې نړېوال بانک د تل په څېر د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پلانونو او پالیسیو ملاتړ کوي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

دا پلان به بریالی ثابت شي

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمود کرزي د نړېوال بانک او د کوریا هېواد له دوامداره مرستو او همکاریو د مننې تر څنګ د فضايي پلان جوړولو په برخه کې د سویلي کوریا هېواد تجربه بریالۍ وبلله او هیله‌مندي یې وښوده چې دا تجربه د افغانستان د فضايي پلان جوړولو کې هم بریالۍ ثابته شي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ویډیو کنفرانس له لارې علمي او تخنیکي پرزېنټېشن ته په اشارې وویل:

«دا ډول پروګرامونه کولای شي په فضايي پلان جوړولو کې خورا ګټور تمام شي.»

ښاغلي کرزي د نړۍ په کچه په ښار جوړولو کې د سویلي کوریا تجربه بې‌سارې وبلله او همداراز له دې هېواد څخه یې د تخنیکي وسایلو د ورکړې او د انجنیرانو د روزلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ویل شوي؛ د ویډیو کنفرانس ګډونوالو د افغانستان فضايي پلان جوړولو د عملي چارو د ژر پیل په موخه د خپلو ناستو په دوام، ګډ کار او لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.
د افغانستان فضايي پلان په څلورو پړاونو کې د کوریا هېواد په تخنیکي مشورو او مسلکي کسانو په رزولو سره په راتلونکو دوو کلنو کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له لوري جوړېږي.

ګټه یې

د دې پلان په جوړېدو سره به په هېواد کې د ټولو سکټورونو تر منځ د پروژو په پلي کېدو کې ښه همغږي رامنځ‌ته شي او تر څنګ به یې د هېواد په کچه لویو ملي پروژو پلي کولو ته زمینه برابره او د دولت د پالیسو په تطبیق کې به ګټور او اغیزناک تمام شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي