مارچ 6, 2021

ایا افغانستان کې د قوم، ژبې او سمت مساله ريښتیا هم همدومره جدي ده؟

Advertisements

اجمل اند
لوږه، بې وزلې، بې عدالتي او د جنګ اور د افغانستان د پامیر له لوړو نیولې، د نیمروز تر دښتو او د پکتیکا له ګومل نیولې د فاریاب تر اقینې د ټولو افغانانو ژوند په ناورین بدل کړی. دا بد مرغۍ په افغانستان کې له هیڅ ماشوم نه پوښتي چې د کوم قوم یا قبیلې یې – او یا په کومه ژبه خبرې کوي؟
هیڅوک دا نه شي ویلی چې د بامیانو یو ماشومه د پکتیکا یا پامیر د یوې ماشومې په مقایسه لوږه کمه احساسوي او یا د اروزګان د یوې بورې مور د اوښکو رنګ د پنجشیر د یوې بورې مور د اوښکو له رنګ سره توپیر لري.
که ډایکنډي کې لوږه تنده او بې عدالتي وي غزني نه شي هوسا کیدی او که میدان وردګ ناامنه وي بامیان د ارام ساه نه شي اخیستلی.
که هوساینې او بساینې ته رسیږي ټول افغانستان به په ګډه رسیږي – کنه څو چې ددې وطن په یو ګوټ کې هم لوږه، بې عدالتي او جګړه وي، بل ګوټ کې یې خلک نه د ارام ساه اخیستی شي، نه په نس مړیدای شي، نه د عدالت او امن څښتنان کیدای شي.
موږ باید ومنو چې : د هر قوم او ژبې سیاستوال چې په افغانستان کې د یو قوم او سیمې د حقونو په نوم نارې وهي او خپل خلک له نورو قومونو ویروي ، نو د ټول افغانستان د ژغورنې او هوساینې هیڅ پلان یا طرحه ورسره نه شته او واک ته د رسیدو لپاره یې د ملاتړ خپلولو ډیره ارزانه، مبتذله، تکراري او خطرناکه لاره انتخاب کړې او د نفرت پراګنۍ له لارې غواړي ځان پر خلکو ومني.
د معارف یوه زده کونکې ته دا مهمه نه ده چې پوهنې د وزارت د یو مدیریت په دروازه یې ”د پوهنې مدیریت “ لیکلی او که ”مدیریت معارف“ – دا هم ورته مهمه نه ده چې په کې ناست مدیر هزاره ، تاجک، پښتون ، ازبک، ترکمن، پشه يي یا نورستاني دی. بلکې ورته مهمه داده چې په دې مدیریت کې یې کار څومره په اسانۍ او مهربانۍ ترسره کیږي. پر څوکۍ ناست شخص څومره مسلکي، عادل او خپلې دندې ته ژمن دی. د پوهنتون په دروازه مهمه نه ده چې کوم نوم لیکې خو مهمه داده چې پوهنتون کې دننه د پوهې او دانش درک شته کنه.!؟
زه په خپل ژوند کې د یو پښتون افغان په توګه ډیرو پښتنو دولتي مامورینو له سپکو سپورو تیر شوی یم ، خو یو مهال په اروپا کې یو هزاره ټبري ډیپلوماټ له هر ډول شناخت پرته د یو افغان په توګه زما ژوند د خپل ډیپلوماټيک ماموریت په خطر ژغورلی دی.
په افغانستان کې پراته بیلابیل قومونه د بیلتون لپاره دومره دلایل نه لري څومره چې د یو والي لپاره لري. دوی له لنګوټيو او خړو جامو رانېولې، تر خټینو کورونو، جوماتونو، بې وزلۍ، فقر، محرومیت ، ټولنیزو دودونو، رواجونو او عنعناتو کې یو بل سره ورته دي.
دې ولسونو تل خپلو کې ډیرې نژدې دوستۍ، خپلوۍ، ملګرتیاوې او اړیکې پاللې دي، او د یو بل په غم او خوشالۍ کې سره شریک راټول شوي دي.
پر بهرنیو سربېره تل بیلابیل سیاستوالو او زوراکو د قوم او ژبې په نومونو د عامو افغانانو پر احساساتو د لوبو هڅه کړې، خو په افغانستان کې د قومونو ترمنځ وسلوالې شخړې یا هیڅ نه دي پېښې شوي او که شوې هم دي اصلا قومي شخړې نه وې، بلکې سیاسي لوبې وي او دي – چې مغرضو سیاستوالو د قوم او ژبې رنګ ورکړی دی.
په دې هیواد کې هیڅ قوم، د بل قوم له خوا له ګواښ او خطر سره نه دی مخ او که مخ دي نو د افغانستان ټول خلک له یو ډول بهرني ګواښ او خطر سره مخ دي.
په افغانستان کې پښتو د ګڼو خلکو ژبه ده او له پښتنو پرته د افغانستان نورو قومونو ته هم پردۍ ژبه نه ده. دري هم پښتنو ته پردۍ نه ده بلکې د یو سترې فرهنګي او تاریخي حوزې ژبه ده، د پښتنو په شمول دلته د میشتو د ټولو قومونو ژبه ده. ګڼو پښتون ټبرو لیکوالو له دري سره مینه کړې او په دې ژبه یې خپل بهترین اثار لیکلی. دري/ فارسي د ګلستان او بوستان ژبه ده، چې هر پښتون د قران شریف تر ختمولو وروسته په جوماتونو کې لوستل. هغوی چې یې پردۍ ګڼي خپل تاریخ او فرهنګ له ځانه پردی کوي.
بله مهمه خبره داده چې د افغانستان د هرې سیمې د خلکو ژوند د هماغې سیمې زورواکانو او جابرانو تریخ کړی. ننګرهار ته له پنجشیر څوک نه دي ورغلي چې د خلکو مځکې غصب کړي یا وژنې وکړي. بلکې خپله د سیمې زورواکي او خپل سري دي چې د خلکو په سرو مال لوبې کوي. د نورو ټولو ولایتونو په اړه هم همدا خبره صدق کوي.
نو دا کیسه رانه ددې یوې خبرې لپاره اوږده شوه چې ووایم: هغه سیاستوال چې په افغانستان د یو قوم او یا یو سمت د ګټو ناري وهي، او په دې نوم سیاست کوي دروغ وايي، د خلکو د ملاتړ خپلولو لپاره یې اسانه لاره موندلې او اصلا په یو هوسا او سوکاله افغانستان کې زموږ د وګړو د ارام او بسیا ژوند لپاره کومه طرحه او پلان نه لري.
په وروستیو کې د یو جاپاني ډاکټر پر د افغانانو قتل پراخ ویر یو وار بیا موږ ته رازده کړل چې: زموږ په بې وزلۍ او نا امنیو کې ډوب وګړي هغه څوک خپل ګڼي څوک چې د دوی د وږو نسونو ته ډوډۍ او جل وهلو شونډو ته اوبه مومي. که چیرې یو څوک د خلکو لوږه او تنده درک کړي او ددې اړتیاوو په پوره کولوو کې ورسره مرسته وکړي، نو قوم او قیبله او ژبه څه – ان دین، مذهب او هېواد یې هم ورته مهم نه دی او په مرګ یې داسې ویر کوي لکه په جاپاني ډاکټر ناکامورا یې چې وکړ..