سپورټ کرکټ

د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ بیا ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ غواړي، چې د روان کال په وروستۍ میاشت ډېسمبر کې د افغانستان ځنډېدلې سوداګریزې کرکټ لوبې پیل کړي او د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر لومړیو پورې یې وغځوي.

د کرکټ بورډ سرپرست اجرایه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي کرېک بز وېبپاڼې ته ویلي، چې دوی به د ډېسمبر په میاشت کې یاد لیګ پیل کړي.

د افغانستان سوداګریزې کرکټ لوبې یا اې پي اېل په ۲۰۱۸ کې تاسیس شوې او لومړی پړاو یې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شو.

د دغه لیګ اتلولي بلخ لېجېنډز کرکټ لوبډلې ګټلې وه، چې محمدنبي عیسی خېل یې لوبډلمشر و.

۲۰۱۹ کې دا لیګ ترسره نشو او علت یې تر ډېره پورې په دغه لیګ کې د فساد ترسره کول وو، چې د وخت مسوولینو باندې یې تور لګېدلی و.

خو کرېک بز لیکلي، چې ۲۰۱۹ کې د لیګ نه ترسره کول، مالي او د سپانسر ستونزه وه.

نظیم جار عبدالرحیمزي وویل:

“موږ غواړو چې د ډېسمبر په میاشت کې یاد لیګ پیل کړو او یا د جنوري میاشت پورې وغځېږي.”

هغه زیاتوي مونږ له لوبډلو او مالکانو سره یې خبرې کوو، بیا د دې لوبو لپاره نېټه په ډاګه شي او تمه ده چې یو ځل بیا کوربتوب عربي متحده امارات وکړي.

د کرېک بز د معلوماتو له مخې افغان کرکټ بورډ به راتلونکي کې په لندن کې د سنېکسر سپورټس په نامه شرکت سره د لوبډلو او مالي ملاتړو تشویق برخه کې تړون وکړي.

مخکې هم له دغه شرکت سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون شوی.

دغه شرکت وایي دوی په لومړي پړاو اې پي اېل کې هم ټوله بودیجه برابره کړې وه، خو په لومړي پړاو ای پي اېل کې د شرکتونو د اخیستلو دلچسپي کمه وه.

خو د دې لوبو لپاره منېجر منهاج راز وایي، د سنېکسر شرکت د لوبډلو د اخېستلو او مالي ملاتړو د جلبولو د منځګړتوب په اړه وویل، چې دوی دا چاره اوس لپاره ردوي او راتلونکي کې به ورته تصمیم ونیول شي.

منهاج وویل:

“موږ له سنېکسر شرکت سره تړون پای ته رسولی، ځکه چې دې شرکت لوبغاړو ته توکي په درست ډول نه دي برابر کړي او پېسې یې هم حق نه جوړېږي.”

ډېری افغانان د افغانستان سوداګریزو کرکټ لوبو ته په تمه دي، په دې لیګ کې د نړۍ مشهور کرکټ لوبغاړي هم اخېستل کېږي او له پنځه لوبډلو سره د لوبېدو موقع مومي.

په تېرکې کرېس ګېل او نور لوبغاړي په مختلفو لوبډلو کې لوبېدلي وو.

که سږ کال دا لیګ ترسره شي، نو یو ځل بیا به د داخلي لوبغاړو سربېره بهرني لوبغاړي هم واخېستل شي او عربي متحده اماراتو کې به لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

په ۲۰۱۸ لیګ کې بلخ لېجېنډز، پکتیا پېنترز، ننګرهار لیو پېرډ، کابل ځوانان او کندهار نایټس لوبډلې لوبېدلې وې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ