ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ نړيوال جام روان دی او يوازي د افغانستان وروستۍ لوبه پاته ده.
د افغان لوبډلي ۵ لومړنۍ يوازي په دې خاطر وبايللې چي د لوبغاړو ترمنځ يووالی نه وو او روحيات يې زخمي وه،هرڅوک پرخپله لار روان وه،چا د ځان،چا د فضلي او چا بيا د اصغر او کپتان لپاره لوبه کوله.
خو ددې ټولو ستونزو سرچينه تر نړيوال جام يوازي څو اوونۍ وړاندي د اصغر افغان پرځای د ګلبدین نائب د لوبډلمشر په حيث ټاکل وه.
نور هيوادونه د نړيوال جام لپاره يو ياهم دوه کلونه وړاندي په لوبډله کي تغيرات راولي خو افغانستان بيا يوازي څلور اونۍ وړاندي يو بې وخته او بې موقع اقدام وکړ.
تر اوسه هم چا د بورډ څخه ددې پريکړي په اړه پوښتنه نده کړې چي ولي يې پرمهم او حساس وخت يوه احساساتي او د کريکټ په زيان پريکړه کړې،که چا ترې پوښتي وي هم فضلي ورته ځواب ندی ويلی.
انګلستان ته د ولسمشر د ورتګ سره يوځل بيا په هماغه پخوانۍ جذبه لوبي شروع سوې هر لوبغاړي د افغانستان لپاره لوبه کوي او لاهم لګيا دي،خو اوس ډير ناوخته سوی دی.
ځکه د نړيوال جام په پيل کي ټولو لوبډلو د افغانستان څخه ويره درلودله خو د توقع برخلاف افغان لوبډلي د کريکټ د مينوالو هغه تنده خړوبه نکړه څومره چي ترې هيله کيدله.
په وروستيو لوبو کي د افغانستان منظم پيلوونکي لوبغاړي ونه لوبول سوه،نه حضرت او نه هم نورعلي ته موقع ورکول کيدله.
په عموم کي که د کوچينګ سټاپ ته وکتل سي خپله دنده يې په واقعي ډول نده ترسره کړې.
کوچ پدې مانا نه چي لوبغاړو ته يوازي د بيټ او بال طریقه وروښيي،روزونکی باید د لوبي په هر برخه کي نظر ولري او د لوبډلمشر سره يې شريک کړي خو د افغانستان روزونکي د نورو لوبډلو د روزونکي په پرتله يوازي د لوبي ننداره کوي او په غاښونو کي خاشې وهي.
د پاکستان سره لوبه تر ۴۵م اوور وړاندي د هيڅ چا تمه نه وه چي افغانستان بې بايلوي،خو د ګلبدين نائب او راشدخان پرلپسې خراب اوورونه، د اصغر له لوري د کيچ ميس او وروستي اوور لوبه د مقابلي لوبډلي په ګټه پایته ورسوله.
د لوبڅارانو دوې غلطې پريکړي په خورا مهم وخت کي يو بل لامل وو چي پاکستانيو مينوالو بريا پداسي انداز ولمانځله لکه پايلوبه چي وي.
د ميليونو افغانانو زړونو درد وکړ،احساسات يې زخمي سوه حتی دومره ليونتوب يې وکړ چي هرڅوک به يې د پاکستان د بيرغ سره د انګلستان په ليډز ښار کي ليدی ورباندي به يې حمله کوله.
تر لوبي وروسته لوبغالي ته داخل سوه هلته يې پر لوبغاړو حملې پيل کړې، محمدنبي ترې بچ سو خو حشمت الله شاهدي يې د غاړي په ساحه کي زخمي کړ.
خو تر نړيوال جام وروسته به هر افغان خپل حق غواړي، د لوبو حساب کتاب به غواړي او د ټولو بايللو لوبو اصلي لامل به غواړي.
د بورډ له رياسته تر روزونکو او حتی له لوبغاړو څخه به هم پوښتنه کيږي.
اوس کريکټ افغانان د يوې لوبي په حيث نه پيژني بلکي خپل احساسات او ژوند يې ورته وقف کړی.