افغانستان او پاکستان د لومړي ځل لپاره بشپړ سیریز ترسره کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
یاران سپورټس

د پاکستان یوې وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ م لپاره د لوبو نوملړ خپور کړی، چې په دغه نوملړ کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې هم شاملې دي.

راپور — سمیع الله درانی 

++++++++++++
د پاکستان اردو پواینټ وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان کرکټ لوبډله د لومړي ځل لپاره له افغانستان د درې یو ورځنیو لوبو بشپړ سیریز یا لوبلړۍ ترسره کوي.
د وېبپاڼې په وینا د دې لوبو کوربتوب به افغانستان کوي.
د وېبپاڼې د راپور له مخې افغانستان دغه درې لوبې په خپل کوربتوب له پاکستان سره د راتلونکي ۲۰۲۱م په سپټمبر میاشت کې ترسره کوي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان رسمي بشپړه لوبلړۍ ترسره کوي، له دې وړاندې افغانستان او پاکستان یواځې یوه، یا دوه لوبو کې سره د نړیوال جام او اسیا جامونو پرمهال مخ شوي؛ خو ترسر اوسه یې بشپړه مستقله لوبلړۍ نه ده ترسره کړې.
د وېب پاڼې په خبره افغانستان او پاکستان به دا سیریز د افغانستان په هوم ګراونډ یا کورنیو لوبغالو کوي.
خو د افغانستان هوم ګراونډ په هندوستان کې دی او دا چې د هندوستان او پاکستان  اړیکې ښې نه دي؛ نو ښایي چې د هندوستان پرځای عربي متحده اماراتو کې لوبې وشي.

د پاکستان او افغانستان تېرو لوبو ته کتنه

افغانستان او پاکستان له ۲۰۱۷م وړاندې خپلو کې لوبې کولې، هغه وخت چې شکرالله عاطف مشعل د افغانستان د کرکټ بورډ رییس و، نو پاکستان سره یې په افغانستان او پاکستان کې د درې شل اوریزو لوبو خبره کړې وه؛ خو کله چې د ۲۰۱۷ م کال د روژې میاشتې په ۵ مه نېټه د کابل په وزیر اکبر خان کې ستره چاودنه وشوه، د پاکستان او افغانستان کرکټ بورډونو ترمنځ اړیکې خرابې کړې، چې ورسره هغه درې واړه لوبې لغوه شوې.
۲۰۱۴ م کال اسیا جام پرمهال پاکستان له افغانستان سره یو ورځنۍ لوبه وکړه، چې پاکستان، افغانستان ته د عمر اکمل د غوره توپوهنې له امله ماته ورکړه.
۲۰۱۸ م کال اسیا جام کې افغانستان او پاکستان سره مخ نشول.
۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وړاندې د مې په ۲۴ مه نېټه افغانستان، د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د تمریناتي لوبې په ترڅ کې په درې وېکټو ماته ورکړه.
دې لوبه کې حضرت الله ځاځي په شاهین افریدي پنځه څلوریزې سر په سر وهلې او حشمت الله شهیدي بیا با حوصله او ګټونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه.
۲۰۱۹ م کال نړیوال جام ۳۶ مه لوبه کې پاکستان هغه لوبه وګټله، چې ډېر ۴۹ م اوور پورې د افغانستان په لاس کې وه.
دغه لوبه د عماد وسیم بهترینې توپوهنې او د ګلبدین نایب د یو اوور خرابې توپ اچونې په پاکستان وګټله.
ایا د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبو ته لېواله یاست؟
له لوبډلې څه تمه لرئ؟
AFG VS PAK1.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.

1 Comment

  1. هو د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغو لوبو ته ډیر زیات لیواله یم، او همدارنګه شیبې شمېرم څو دغې نیټې ته ژر ترژره ورسیږو.
    همدارنګه له لوبډلې څخه مې هیله دا ده څو د پاکستان پر وړاندې غوره لوبې ترسره کړې، او د سیاست ځواب په ورزش سره ورکړې.

Comments are closed.