افغانستان اقتصاد سرسکالو سیاست

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۴ تازه هوکړې؛ څه په کې ویل شوي؟

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان ارزونې دوهمه ناسته (APAPPS) نن د بهرنیو چارو په وزارت کې د دواړو هېوادونو  د بهرنیو چارو مرستیالانو له لوري میرویس ناب او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهيل محمود په ګډه جوړه شوه.

افغان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهيل محمود ٤٠ کسيز پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ چې د ناستې له پرانيستې خبرو وروسته په پنځو کاري ډلو کې د اجندا پر مسايلو خبرې وشوې.

ویل شوي؛ دغه کاري ډلې – په سیاسي – ډیپلوماتیکو، دفاعي ، امنیت ، اقتصادي او کډوالۍ ډلو ویشل شوي ترڅو د تیر کال په ناسته کې شوې ژمنې او پریکړې په کلکه  وارزوي او لاندې پریکړو ته ورسید.

سیاسي اړخ

په سیاسي برخه کې، هوکړه وشوه چې پاکستان به د دیموکراتیک، سوله ایز، خپلواک او پياوړي افغانستان څخه ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې د پیل غوښتنه یې وکړه.

دغه راز هوکړه وشوه چې دواړه خواوې به د دوه اړخیزو ، درې اړخيزو او څو اړخيزو میکانیزمونو په کارولو او په بیلابیلو کچو د همکاریو په زیاتولو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.

دغه راز، پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې د اړونده چارواکو سره په مشوره به په افغانستان کې د پاکستاني ویزو غوښتونکو مسله حل کړي او په دې برخه کې به نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

امنیتي اړخ

په دفاعي او امنیتي برخو کې، یوه موافقه وشوه چې د دواړو هیوادونو چارواکي وکولی شي په هره کچه د امنیت اړین معلومات شریک کړي.

د ډیورنډ فرضي کرښې بلې غاړې ته د راکټي انداختونو د مخنیوي لپاره، پریکړه وشوه چې د دواړو هیوادونو د امنیتي بنسټونو ترمینځ شته میکانیزمونه وکاروي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په راتلونکي کې د ورته پیښو د مخنیوي لپاره اړین تماسونه نیول شوي وي.

پدې بحثونو کې ، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ورته پیښو د مخنیوي لپاره د بیرغ لاندې پرله پسې غونډو باندې هم ټینګار وشو.

اقتصادي اړخ

په اقتصادي برخه کې، افغان لوري د پاکستان حکومت د وروستي پریکړې هرکلی وکړ چې د غلام خان بندر  ترانزیت دهلیز ته لوړول او د دواړو هیوادونو ترمینځ ګډې پانګونې، د افغانستان او پاکستان نښلولو د ریل پټلې له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې او ترانزیټي هوکړې تعدیل مطرح کړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له اوږدو بحثونو وروسته ، هوکړه وشوه چې دواړه هیوادونه به په ګډه کار کوي چې په ټولو کچو د سوداګرۍ او ترانزیت د همکارۍ پیاوړتیا او اړوندو مسایلو ته د حل لارې چارې پیدا کړي، او په نږدې راتلونکي کې ترڅو تخنیکي ناستې جوړې شي.

کډوالۍ اړخ

یاد وزارت ویلي؛ د کډوالو په برخه کې، پاکستان د ډیرو کلونو لپاره د افغان مهاجرینو کوربه توب له امله مننه وکړه او  په هیواد کې د شته ستونزو په یادولو سره، خپل هیواد ته د افغان اتباعو په وقار، تدریجي او داوطلبه توګه بیرته راستنیدو لپاره د افغان حکومت اوږدمهاله پلانونه پاکستاني چارواکو ته وړاندی کړ.

دغه راز، پاکستاني پلاوي د افغان مهاجرینو لپاره د لازمو اسانتیاو د برابرولو لپاره د دغه هیواد او د هغه حکومت ژمنې یو ځل بیا تایید کړې.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ د پرون ورځې بحثونو کې، د نورو مسلو تر څنګ، افغان لوري د بیلابیلو مسلو په اړه خپل نظریات او د سیمه ییز ارتباط، سوداګرۍ او ترانسپورت پراختیا، د حیرتان – کابل – پیښور او د حیرتان – هرات – کندهار – کوئټه اورګاډي غزول له خپلو پاکستاني میلمنو سره شریک کړل.

دوی د افغانستان د سولې او ثبات لاسته راوړنې د ګاونډیو هیوادونو او سیمې په ګټه وګڼلي.

د پاکستان پلاوي د کابل او اسلام آباد ترمنځ سیاسي ، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراخولو لپاره خپله قوي اراده او چمتووالی ‌‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او ورباندی ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستانستان او پاکستان ترمنځ په بیلابیلو برخو کې دا او ورته نورې ناستې شوي دي خو تر ډیره ویل شوي چې دا ناستې تر ډیره بط پایلې تمامې شوي دي. وبه لیدل شي چې دا تازه هوکړه کې به تر کومه پایله ورکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ