فوټبال؛ افغان لوبډله نن په یوه مهمه لوبه کې له عُمان سره لوبیږي

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه نن ماښام ۹ بجې او ۴۰ دقیقې د عُمان فوټبال ملې لوبډلې پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.

دا لوبه په قطر هیواد کې ترسره کیږي، چې افغان لوبډلې ورته د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

د ننۍ لوبې په اړه د افغان فوټبال لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور ویلې، زموږ مقابله لوبډله ډېره قوي ده، خو ټول افغانان باید په موږ باور ولري، ترڅو په ننۍ مهمه لوبه کې بریا خپله کړو.

هغه ویلې:

«زموږ حریف قوي دی او دوی د قطر پر وړاندې لوبه کې وښودله، چې څومره قوي دي. موږ چې د بنګله دېش پر وړاندې لوبه مساوي کړه، له هغې نتېجې بیخي ناراضه یو او په همدې موخه غواړو هیوادوالو ته وښیو، چې په ننۍ لوبه کې موږ د یوې مثبتي نتېجې په موخه لوبیږو.»

 

 

افغان لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې

 

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په سیالیو کې یوه اونۍ مخکې د بنګله‌دېش فوټبال ملې لوبډلې سره ولوبېده، چي لوبه یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.

دا لوبه چي د قطر هیواد دوحې ښار په «جاسم بن حمد شهر» فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، پکې د افغانستان لپاره امرالدین شریفي د لوبې په ۴۸مه دقیقه کې ګولوهنه وکړه.

دا چي لوبه ۶۴ سلنه د افغان لوبغاړو په لاس کي وه، د لوبې په وروستیو کي یې د بنګله دېش له لوري د مساوي ګول وخوړ او همداسي لوبه یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.

 




وروستي مطالب