نور احمد لکڼوال په بيګ باش ليګ کې واخيستل سو

خبريال: مدثر دعوت
په بيګ باش ليګ کې ميلبورن لوبډلې نور احمد لکڼوال سږکال د ځان سره لوبوي.
نور احمد په ۲۰۰۵ز کال کې زېږېدلی او د ۱۵ کلونو په عمر دی.


د اسټراليا ليګ کې سږکال هره لوبډله اجازه لري چې په هره لوبه کې ۳ بهرني لوبغاړي ولوبوي نوځکه ميلبورن لوبډلې ۳ بهرني لوبغاړي د ځان سره اخيستي.
محمدنبي په تېرو دوو کلونو کې د دې لوبډلې لپاره لوبېدلی او سږ کال يې یوځل بيا ورسره تړون لاسلیک کړ.
د ميلبورن لوبډلې سره سږکال د محمد نبي په شمول عمران طاهر او نور احمد هم لوبېږي.
دې لوبډلې پر خپل ټويټر اکاونټ د نوراحمد اخيستل تائيد کړي او ښه راغلاست يې ورته ويلي،او ويلي يې دي چې بې صبرانه انتظار ورته کوو.


نوراحمد تېر کال د محمدنبي تر لوبډلمشرۍ لاندې د شپږیزې ليګ اتلولي هم ګټلې ده.
نور احمد لکڼوال کيڼ لاسی چينامين توپ اچوونکی دی،چې د کورنيو لېګونو ترڅنګ په ۱۹ کلونو نړيوال جام کې هم لوبېدلی.
بيګ باش ليګ د ډسمبر په رېيمه نېټه پيلېږي چې څلور افغان لوبغاړي(محمدنبي،راشدخان،مجيب الرحمن،نوراحمد) تر اوسه د لسم پړاو لپاره اخيستل سوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ