د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې افغان لوبډله کې تغیرات راځي

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې دریو یوورځنیو لوبو ته نهه ورځې وړاندې د څلورو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکې داځلې ډېرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی.

بورډ د یادي لوبډلې د اعلانېدو پر مهال په یوې اعلان شوې خبرپاڼه کې ویلې وه، دغه لوبډله یې د څو اونیو تحلیل او تجزیې، بحثونو او د یو ـ یو لوبغاړي ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو ته په کتو برابره شوې، چي په خبره یې دوی ډاډه دي، اعلان شوې لوبډله به یې د پاکستان پر وړاندې ښه ولوبیږي.

 

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې ۱۷ کسیزه افغان لوبډله

 

رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت‌شاه، حشمت‌الله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت‌ عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین‌الحق، مجیب ځدران، فضل‌حق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.

احتیاطي لوبغاړي: یوسف ځاځی، سلیم صافی، شراف الدین اشرف او قیس احمد.

 

تر اعلان شوې لوبډلې وروسته جنجالونه او پکې د ورکړل شویو تغیراتو راپورونه

 

له کله، چې لوبډله اعلان شوې د افغان کرکټ ملې لوبډلې یو شمېر تجربه‌لرونکي لوبغاړي «شهزاد محمدي، جاویداحمدي، افسرځاځی، فرید‌ملک، ناصرجمال، سمیع‌الله شینواری او دولت ځدران» چې لوبډله کې نه‌دي اخیستل شوي، د راپورونو له مخې د بورډ سره یې د پرېکون پرېکړه کړې.

له هغه وروسته افغان کرکټ بورډ د لوبډلې پر سر د جنجالونو رامنځ‌ته کېدو په پایله کې د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان هم له دندې ګوښه کړ. پر هغه تور دی، چې په لوبډله کې یې ډلې جوړولې، خو خپله اسدالله خان یاد تورونه رد کړي دي.

د نویو راپورونه په اساس ممکن د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي لوبډلې ته نورعلي‌ځدران، حضرت‌الله ځاځی او عثمان غني واخیستل شي، په دې دریو لوبغاړو کې بیا د نورعلي ځدران د اخیستل کېدو خبره تر ډېره کیږي.

 

 

 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان راتلونکې درې سیالۍ

 

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملې لوبډله درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبې د روان ۲۰۲۱م کال د سیپټمبر میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه بیا تر اوومي نېټې پورې ترسره کیږي.

ددې درې سیالیو کوربتوب افغانستان ته وردغاړی دی، چې په سریلانکا هیواد کې به ترسره شي.

افغان کرکټ ملې لوبغاړو دې سیالیو ته د چمتوالي په موخه په دوو پړاوونو کې تمرینونو ترسره کړل.

 

 

وروستي مطالب