سپورټ فوټبال

د افغان فوټبال غوره لیګ د ۸م فصل له پیل سره سم لومړۍ لوبه هم وسوه.

نن د افغانستان فوټبال غوره لیګ پرانیستنه په خورا شانداره ډول ترسره سوه او هم ددې فصل لومړۍ لوبه د تېر فصل د اتلي لوبډلي طوفان هریرود او د شمال زون د سیمرغ البرز ترمنځ وسوه.

نني مراسم او لوبه په مرکز کابل کي د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي وسوه.

په یادو مراسمو کي د افغانستان د اتو زونونو د لوبډلو لوبډلمشرانو ترڅنګ، یو شمېر دولتي او غیر دولتي چارواکو، مختلفو لوبغاړو او د دې لیګ تماشاچیانو ګډون او ننداره وکړه.

دا مراسم د افغانستان د خپلواکۍ د سلمي کلیزي د لمانځلو په نیت ترسره سوه، چي مختلفي نندارې او سندري پکښي وړاندي سولې.

د مراسمو وروسته د سیمرغ البرز لوبډلي او طوفان هریرود ترمنځ د ګروپي پړاو لومړۍ لوبه ترسره سوه.

طوفان هریرد په دې لومړۍ لوبه کي خپلي سیالي لوبډلي ته یو پر صفر ماته ورکړه.

د طوفان لپاره نبي اسحاقزي ګول ووهئ او د لوبي غوره لوبغاړی هم انتخاب سو.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ په ګروپي شکل هر کال په مرکز کابل کي د هیواد د اتو مختلفو زونونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ددې لیګ لوبي د اونۍ په اخیرو دریو ورځو کي کیږي.

داځل په الف ګروپ کي طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موجهای آمو او د میونداتلانو لوبډلي موجودي دي، خو په ب ګروپ کي بیا د شاهین آسمايي، د سپین غر بازان، د آباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلي قرار لري.

د غوره لیګ تر ټولو ډېره اتلولي د مرکزي زون د شاهین آسمايي لوبډلي سره ده، خو طوفان هریرود دوه ځلي او د سپین غر بازانو یو ځلي ددې لیګ اتلولي ترلاسه کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.