مارچ 7, 2021

د ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی له پلچرخي زندانه ازاد شو

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی شیرمحمد ناصري پلچرخي زندان کې له څلور کلن بنده وروسته پرون دوشنبه ازاد شو.
د رپوټونو په اساس هغه د ولسمشر د ځانګړي فرمان په ترڅ کې ازاد شوی.

افغان کرکټ بورډ او ددې بورډ مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه ندی ویلې، خو د افغان کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې د شېرمحمد ناصري پر راخوشي کېدلو خوښې ښوودلې.
هغه لیکلې، شېرمحمد ناصري زړور، ریښتنی، ملت او کرکټ ته ژمن انسان دی.

تر اوسه د شېرمحمد ناصري د زنداني کېدو په اړه معلومات نشته، خو څه ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو هیوادوالو ویل، چې شېرمحمدناصري ته د یوې دسیسې له مخې قضیه جوړه شوې او بې ګناه زندان ته اچول شوی.
د هغه پر فسبوک پاڼې داسې څرګندیږي، چې په پلچرخي زندان کې يې هم د کرکټ لپاره لوبغالی او ټورنمنټونه جوړ کړې دي.
هغه د روان د ۲۰۲۰م د جنورۍ میاشتې په لومړۍ ورځ دا پوسټ کړی وو:

 
شېرمحمدناصري له ۲۰۰۹م څخه مخکې د ملې لوبډلې لوبغاړی وو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ