اپریل 18, 2021

په نویو اعلان شویو درجه بندیو کې د افغان لوبغاړو مقامونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي پرون چهارشنبه په شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو کي د توپ اچونکو او توپوهونکو درجه بندۍ اعلان کړې، چې له مخې یې یو شمېر افغان لوبغاړو شاتګ کړی.

 

شل اوریزه سیالیو کې د توپ اچونکو نوې درجه بندي

 

۱ـ تبریز شمسي، سویلي افریقا، ۷۳۳ نمرې، یوه قدم پرمختګ.

۲ـ راشدخان ارمان، افغانستان، ۷۱۹ نمرې، یو قدم شاتګ.

۳ـ ایشټن اګر، اسټرالیا، ۷۰۲ نمرې، یو قدم پرمختګ.

۴ـ عادل رشید، انګلستان، ۶۹۴ نمرې، یو قدم پرمختګ.

۵ـ مجیب ځدران، افغانستان، ۶۸۷ نمرې، دوه قدمه شاتګ.

۶ـ ادم زیمپا، اسټرالیا، ۶۶۳ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۷ـ میچل سانتینر، نیوزیلینډ، ۶۵۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۸ـ ایش سوډهي، نیوزیلینډ، ۶۴۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۹ـ تیم سوتي، نیوزیلینډ، ۶۴۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۱۰ـ لکشان سنداکان، سریلانکا، ۶۳۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

 

شل اوریزه سیالیو کې د توپ وهونکو نوې درجه بندي

 

۱ـ ډیویډ مېلان، انګلستان، ۸۹۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۲ـ ایرون پینچ، اسټرالیا، ۸۳۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۳ـ بابر اعظم، پاکستان، ۸۰۱، نمره، پر خپل پخواني ځای.

۴ـ ویراټ کوهلي، هندوستان، ۷۶۲ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی.

۵ـ کېل راهول، هندوستان، ۷۴۳ نمرې، یو قدم شا تګ یې کړی.

۶ـ وان ډیر ډیوسن، سویلي افریقا، ۷۰۰ نمرې، خپل پر پخواني ځای.

۷ـ کلین مکسویل، اسټرالیا، ۶۹۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۸ـ مارټین کوپټیل، نیوزیلینډ، ۶۸۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۹ـ ډیون کانوې، نیوزیلینډ، ۶۶۰ نمرې، یو قدم یې پرمختګ وکړ.

۱۰ـ حضرت‌الله ځاځی، افغانستان، ۶۳۶ نمرې، یو قدم شاتګ یې کړی.

 

په یو ورځنیو لوبو کي د توپ اچونکو درجه بندي

 

۱ـ ټرینټ بولټ، نیوزیلینډ، ۷۴۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۲ـ مجیب ځدران، افغانستان، ۷۰۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۳ـ جسپریت بومرا، هندوستان ۶۹۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۴ـ میندي حسن، بنګله دېش، ۶۷۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۵ـ کریس ووکس، انګلستان، ۶۷۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۶ـ کیګسو ریباډا، سویلي افریقا، ۶۶۵ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۷ـ جوش هزلوډ، اسټرالیا، ۶۶۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۸ـ مات هینري، نیوزیلنیډ، ۶۵۳ نمرې، درې قدمه پرمختګ یې کړی.

۹ـ محمد عامر، پاکستان، ۶۴۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۱۰ـ پات کومینز، اسټرالیا، ۶۴۶ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

 

په یو ورځنیو لوبو کې الراونډران

 

۱ـ شکیب الحسن، بنګله دېش، ۴۱۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۲ـ محمدنبي، افغانستان، ۲۹۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۳ـ بین سټوکس، انګلستان، ۲۹۰ نمرې، یو قدم پرمختګ.

۴ـ کریس ووکس، انګلستان، ۲۷۸ نمرې، یو قدم شاتګ.

۵ـ عما وصیم، پاکستان، ۲۷۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۶ـ راشدخان، افغانستان، ۲۷۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای.

۷ـ میچل سانتینر، نیوزیلینډ، ۲۶۷ نمرې، دوه قدمه پرمختګ کړی.

۸ـ ګرینډ هوم، نیوزیلینډ، ۲۶۰ نمرې، یو قدم شاتګ.

۹ـ رویندرا جدیجا، هندوستان، ۲۵۰ نمرې، یو قدم شاتګ.

۱۰ـ سین ویلمس، زیمبابې، ۲۳۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای.