سپورټ کرکټ

د ټولو افغان لوبغاړو د کورونا ټیسټونه منفي وه!

افغان کرکټ بورډ خبر ورکوي، چې پرون چهارشنبه د ملې لوبډلو د ټولو لوبغاړو د کورونا ټیسټونه وشول، چې د ټولو لوبغاړو د ټیسټونو پایلې منفې وې.

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې تر یوه میاشتني تمریناتي کمپ وروسته د احتیاط په خاطر ټول ۲۴ لوبغاړي ټیسټ شول.

بورډ یاده اعلامیه کې ویلې، چې په تمریناتي کمپ کې ټولو ګډنوالو لوبغاړو ته یې د روغتیا وزارت په مرسته د کورونا په وړاندې د مبارزې او سپارښتونو عملي کولو په موخه یو ورکشاپ هم جوړ کړی وو.

تر دې مخکې د افغان کرکټ بورډ ستر سلاکار عبدالله بارکزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلې وه، چې دا د افغان کرکټ بورډ هلې ځلې وې، چې هیڅ لوبغاړی په کورونا ویروس ندی اخته شوی.

په کورونا ویروس د زیاتو نړیوالو لوبغاړو د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

افغانستان کرکټ بورډ درې ورځې وړاندې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې څخه د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه هم ترلاسه کړه چې پر بنسټ به یې اداره په نږدې راتلونکي کې د شپږیزې کرکټ لیګ، لومړۍ درجه ولایتي او لېسټ اې سیالۍ ترسره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ