ساده خوشحالۍ؛ ICC دا جمله دې افغان ماشومانو ته کارولې!

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د دریو افغان ماشومانو هغه انځور خپور کړی، چې د کرکټ په لوبه بوخت دي.
دې انځور کې درې افغان ماشومان د کرکټ کولو په حال کې دي، چي یو ماشوم توپوهنه، بل ماشوم توپ اچونه او درېیم ماشوم بیا ډګر ساتنه کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا د دې انځور سره د «ساده خوشحالۍ) جمله لیکلې، چي د ډیرو کورنیو او بهرنیو وګړو پام یې ځان ته راړولی.

معلومات نشته، چې دا ماشومان د کوم ولایت دي، او په کومه سیمه کې د کرکټ په لوبه بوخت دي.
او دا هم نده معلومه، چې دا انځور څه وخت نیول شوی.
تر دې دمه دا انځور ۴۵ زره کسانو خوښ کړی، ۸۷۴ کسانو نظر ورکړی او ۲۲۳ کسانو بیا د نورو ملګرو سره شریک کړی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب