زلمي خلیلزاد قطر کې د افغان فوټبال ملې لوبډلې لوبه له نژدې وکتله

د افغان سولي لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون شپه د افغان فوټبال ملې لوبډلې لوبه له نژدې وکتله او افغان لوبغاړي یې وهڅول.

افغان فوټبال فدارسیون وايي، چې د زلمي خلیلزاد ترڅنګ د یادي لوبې لپاره هیواد د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیه کوفي او په دوحه کې افغان ډیپلوماټانو لوبغالي ته تشریف وروړی وو.

 

 

د افغان فوټبال ملې لوبډلې پرونۍ لوبه

 

افغان فوټبال ملې لوبډلې د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه خپله پنځمه لوبه د عُمان فوټبال ملې لوبډلې پر وړاندې د قطر دوحې ښار په جاسم بن حمد فوټبال لوبغالي کې پرون ترسره کړه..

یاده لوبه دوه ګولونه پر یو عُمان فوټبال لوبډلې وګټله.

ټاکل شوې افغان فوټبال ملې لوبډله ددې سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه راتلونکې سې شنبه د هند فوټبال ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې.

 

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ