فبروري 28, 2021

د فوټبال فدراسیون غړی نعیم کریمي د کورونا له امله مړ شو!

فوټبال فدراسیون کې د لوبڅارانو مسوول د کورونا ویروس له امله مړ شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې خبر ورکړی، چې په افغان فوټبال فدراسیون کې د لوبڅارانو مسوول استاد محمد نعیم کریمي د کورونا ویروس له امله مړ شو.
فوټبال فدراسیون وايي، چې هغه له ۲۰ کلونو راهیسي له افغان فوټبال فدراسیون سره په بیلابیلو برخو کې دندې ترسره کړې وې.

یاد فدراسیون وايي، چې استاد نعیمي د لوبڅارۍ په برخه کې له جرمني څخه یو نړیوال سند ترلاسه کړی وو او د هغه په وسیله یې دلته هیواد کې نور لوبڅاران روزل.
فوټبال فدراسیون د هغه پر مړینه خواشینې ښودلې او د فوټبال په برخه کې يې د هغه مړینه یوه لویه ضایع بللې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ