سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د روڼتيا څار اداره: د کرکټ بورډ چارواکي ملې لوبډلو ته خپلوان لوبغاړي جذبوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان رونټیا څار بنسټ وايي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د جدي نیمګړتیاوو سره مخ ده او د بورډ چارواکو خپلوان لوبغاړي په پرلپسې ډول د بیلابیلو لوبډلو لپاره غوره کړې، چې له دوی زیات تکړه او غوره لوبغاړي له پامه غورځول شوي.

د افغانستان رونټیا څار ادارې په یوه تازه خپاره کړي راپور کي د افغانستان کرکټ بورډ د رونټیا، حساب ورکولو، فساد د مخنیوي او یو شمېر ګمارونو په برخه کې پاتې راتګ تورن کړی.

یاد راپور کې د افغانستان رونټیا څار اجراییوي مشر سیداکرم افضلي وايي، په افغان کرکټ بورډ کې لومړۍ او خورا لویه ستونزه دا ده، چې د بورډ د غړو ګمارنې پروسه هر ځلې سیاسي شوې.

افضلي زیاته کړه:

«د افغانستان کرکټ بورډ اداره له ګڼو ستونزو سره مخ ده. لومړۍ او خورا لویه ستونزه یې د بورډ د غړو د ګمارنې پروسې سیاسي کول او په اجراییه کچه خورا زیات بدلونونه دي. ولسمشر چې د بورډ د رییس ګمارنې واک لري، په دې نه دی توانېدلی چې په بورډ کې د مشرتابه بدلونونو په اړه روڼتیا او حساب ورکونه وساتي او هېڅکله یې هم د بورډ په مشرتابه کې د بدلون لاملونه نه دي وړاندې کړي.»

د دغه راپور لیکونکي مشتاق رحیم نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت په بورډ کې د حالاتو ارزونه نه ده کړې. دغه راز په لوبډلو کې د خپلوۍ پاللو خبره هم کوي.

ښاغلي رحیم زیاته کړه، افغانستان اړتیا لري، چې د کرکټ بورډ چارې د نړیوالو غوره تجربو او معیارونو پر بنسټ سمبالې کړي.

هغه زیاته کړه:

«څیړنې ښیي چې د مشرتابه پلاوي له ډلې هېڅ یو یې هم، کرکټ بورډ په ښه شرایطو کې نه دی پرېښی او حتی پر دوی د اداري فساد، واسطې او د لوبغاړو سره د توپیري چلند تورونه هم لګیدلي دي. سربیره پردې، حکومت اصلا د بورډ غړو د اجرااتو او یا د دې بدلونونو له رامنځ ته کېدو وروسته د کرکټ بورډ د وضعیت ارزونه نه ده کړې.افغانستان اړتیا لري چې د کرکټ بورډ چارې د نړیوالو غوره تجربو او معیارونو پر بنسټ سمبالې کړي.»

مشتاق رحیم په یاد راپور کې د کرکټ بورډ پر چارواکو نیوکه هم کړې، چې ملې لوبډلو ته یې په پرلپسې ډول د بیلابیلو لوبډلو لپاره خپلوان لوبغاړي غوره کړي.

ښاغلی رحیم وايي، یو شمېر نامتو افغان لوبغاړو په لوبو کې د انتخابېدو لپاره حداقل شرایط هم نه دي پوره کړي.

مشتاق رحیم وویل:

«زموږ څېړنې وموندله چې د بورډ چارواکو خپلوان لوبغاړي په پرلپسې ډول د بېلابېلو لوبډلو لپاره غوره شوي؛ په داسې حال کې چې له دوی زیات تکړه او غوره لوبغاړي له پامه غورځول شوي دي. که څه هم د بورډ چارواکو او د لوبډلې نامتو لوبغاړو سره اړیکې په ښکاره ډول د واسطې ثبوت نشي کیدای؛ خو د ګټو د ټکر ‎او لوبغاړو د فعالیت د پرتله کولو په اړه هم د پالیسۍ نشتون یوه داسې مسله ده چې د انتقاد ګوته ورته نیول کېږي او د یاده مسله په کرکټ بورډ د کېدونکو انتقادونو وزن لازیاتوي.»

د راپور په وروستیو کې د افغانستان رونټیا څار اجراییوي مشر سیداکرم افضلي پر ولسمشر محمد اشرف غني ږغ وکړ، چې د بورډ غړو لپاره د مودې ټاکل کېدو په تړاو دې د افغانستان کرکټ بورډ اساسنامه تعدیل کړي او همدارنګه، بورډ ته دې د دوی د انتخاب د کړنلارو او طرزالعملونو په اړه توضیحات ورکړل شي.

ښاغلي افضلي وویل:

«دا څیړنه ښیي چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې په تېرو دوو لسیزو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي؛ خو دا هم ښیي چې تر هغه چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره ‎د غوره مدیریت او مشرتابه معیارونه پوره نه کړي لوبډله په دې ونه توانیږي چې د خپلو وړتیاوو سره سمې ټاکل شوې موخې تر لاسه کړي او غوره لاسته راوړنې ولري.»

کرکټ بورډ په دې تړاو څه وايي؟

په ورته وخت کې افغان کرکټ بورډ وايي، د ټولنیزو رسنیو له لاري یې یو څېړنیز راپور ترلاسه کړی، چې وروسته به په وړاندې دریځ له رسنیو سره شریک شي.

د دې بورډ ویاند فرید هوتک له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي:

«د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو له لارې خبر شو چې داسې یوه څېړنه شوې ده، موږ به کوشش وکړو چې دغه څېړنه ترلاسه کړو او وګورو چې دوی دغه معلومات د کومې کړنلارې له مخې ترلاسه کړي، له هغې وروسته به موږ خپل دریځ د رسنیو له لارې له هېوادوالو سره شریک کړو.»

ډېری افغان مینوال او د کرکټ مبصرین هم دې وروستیو کې د کرکټ بورډ پر ضعیفه مدیریت نیوکه کوي، دوی په ځلونو د کرکټ بورډ اداره تورنه کړې، چې ملې لوبډلو ته یې لوبغاړي د وړتیا په اساس نه؛ بلکې د خپلوۍ په اساس ټاکلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ