کرکیټ بورډ هستي ګل عابد له دندې لرې کړ!

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کورني کرکټ پخوانی مدیر هستي ګل عابد د ۲۰۱۸م کال د غازي امان الله خان په لېسټ اې لوبو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او جېب ته اچولو، لوبغاړو ته د پيسو د نه ورکړې او په فساد کې د ښکېلتیا له امله له دندې ګوښه کړل شو.
افغان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چي د کورني کرکټ پخوانی مدیر هستي ګل عابد د ۲۰۱۸م کال د غازي امان الله خان په لېسټ اې لوبو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او جېب ته اچولو، لوبغاړو ته د پيسو د نه ورکړې او په فساد کې د ښکېلتیا له امله له دندې ګوښه کړل شو.

د بورډ په خبره، هستي ګل تر دې مهاله له ادارې سره د ملي روزونکي په توګه دنده ترسره کوله چې له دې وړاندې یې له افغانستان کرکټ بورډ سره د کورني کرکټ د مسوول او په نورو بېلابېلو برخو دندې ترسره کړې دي.
افغان کرکټ بورډ په یادي خپره کړې اعلامیې کې ویلې، چې یاده پرېکړه د بشري سرچینو د اصولو د شپږمې مادې پر بنسټ نیول شوې چې پر بنسټ یې باید په فساد او اړوند مواردو کې د ښکېلتیا له امله د ادارې کارکوونکی له دندې ګوښه کېدلی شي.

بورډ ویلې، چې هستي ګل عابد په خپله هم پر پورته ذکر شوو مواردو اعتراف کړی او په یاد فساد کې ښکېلتیا یې منلې ده.
خو خپله هستي ګل عابد د کرکټ بورډ یاده پرېکړه غندلې ده او د ده په حق یې کرکټ بورډ ګرم بللی.
هغه ویلې، د حمدالله محب سره یې د لیدلو تر پوسټ یو ساعت وروسته د کرکټ بورډ ادارې هغه ته د لرې کولو خط لېږلی او هغه هم د واټساپ له لاري.

هستي ګل عابد چې د کریم صادق ورور دی د ویکپیډيا د معلوماتو له مخې هغه د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۲ نړیوالي یو ورځنۍ او ۶ بیا لیست اې لوبې ترسره کړې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.